د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۱

م.م د سوریې په اړه غونډه وکړه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو هېوادونو د سوریې په اړه د یوه پریکړه لیک د صادرولو لپاره پرون په نیویارک کې غونډه وکړه.

دغه پریکړه لیک د هغه پلان لپاره ضروري دی چې؛ روسیې او امریکا د سوریې د کیمیاوي وسلې د لیرې کولو لپاره په ګډه جوړ کړی.

خو دیپلوماتان وايي، په ملګرو ملتونو کې د برتانیې،امریکا، فرانسې، روسیې، او چین استازو په خپلې پرونۍ غونډې کې د دغه پریکړه لیک د صادرولو په لور ډیر کم پرمختګ وکړ او نن بیا خبرو ته سره کیني.

سلطان محمد سرور د ازادی راډیو د خبري څانګې د رپوټ په استناد د موضوع تفصیل اوروي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG