د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۶

رهین: پر ما لګول شي تورونه د شخصي عقدې له مخې لګیدلي


د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سید مخدوم رهین سره پر ده د اختلاس د لګول شویو تورونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړي.

په دې وروستیو کې ډیلي بیست ورځپاڼې راپور ورکړ چې؛ ښاغلي رهین د جنوبي اسیا له یوه بنسټ څخه د تاریخي آثارو د جوړیدو په نوم یو میلیون ډالر اخیستي او خپل جیب ته یې اچولي.

خو ښاغلی رهین دغه تورونه په کلکه ردوي او وایي چې؛ ده له دویم ځل وزارته مخکې له دې بنسټ څخه یوازې دوه لکه او نهه ویشت زره ډالر اخیستي او په بیلابیلو پروژو یې لګولي دي.

رهین وایي، دغه تورونه د هغو کسانو د ادعاوو پر بنسټ پر ده لګیدلي چې له ده سره شخصي عقده لري.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:31 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG