د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

په هلمند کې د ښځینه پولیسې"نګارې" جنازه


په هلمند کې د ښځینه پولیسې"نګارې" جنازه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:01 0:00

په هلمند کې د ښځینه پولیسو مشره نګاره د یکشنبې په ورځ چې؛ کله له خپله کوره کارته تلله پر موټر سایکل سپرو دوو وسله والو په ډزو وویشته. د هلمند د چارواکو په وینا نګاره چې؛ په غاړه کې په مرمۍ لګیدلې وه، په روغتون کې یې ساه ورکړه. دوی همدا راز ویلي چې؛ نګارې ته وسله والو طالبانو چې تر اوسه یې د دې پیښې مسولیت نه دی اخیستی، د مرګ ګواښونه کړي و. ډیلې ټلګراف د نګارې د وژل کیدو پیښې ته په پام سره د اکسفام تحقیقاتي مرکز د هغه راپور یادونه کړې چې؛ تیره اونۍ یې خپور کړی او په کې یې د هغو شاوخوا یو نیم زر ښځو په وړاندې د هغو خطرونو یادونه کړې چې په اوس وخت کې د ملي پولیسو په لیکو کې خدمت کوي.

XS
SM
MD
LG