د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

خوست: د پوهنې په ډګر کې پرمختیاوې او نیمګړتیاوې



نجیب الله الوخېل

د ښوونې او روزنې له بهیر سره د خوست د خلکو لیوالتیا ددې لامل شوې، چې په یاد ولایت کې د پوهنې بهیر پرمختګ وکړي، جالبه دا ده، چې د پوهنې د بهیر پر وړاندې نه یوازې د دولت موافق او مخالف کسان ستونزې نه جوړوي، بلکې تر وسه له دې بهیر سره مرسته کوي، له همدې کبله ده چې حتی په ټول خوست کې یو ښوونځی هم د امنیتي ستونزو له کبله نه دی تړل شوی.

د پوهنې بهیر سره د خلکو د بې دریغه ملاتړ با وجود هم په دې ولایت کې ۵۵ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او د څلویښت سلنه ښوونځيو زده کوونکي د عملي زده کړو له پاره د لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټر خونو او نورو ګټورو درسي توکو څخه بې برخې دي، چې دا ډول ستونزو په خوست کې د پوهنې بهیر اغېزمن کړی دی.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د پوهنې د ټولیز بهیر په تړاو وویل، چې اوسمهال په خوست کې د پوهنې په سکټور کې د پام وړ پرمختګ شوی او د زده کړو شرایط پراخ شوي دي:

((په خوست ولايت کې يو سلو اوه پنځوس ابتدايه، اته شپېته منځني او يو سلو يو بابه لېسو د فعالیت تر څنګ د مېخانيکي انستيتوت، مالي او حسابداري انستيتوت، کثيرالرشتوي انستيتوت، اقتصاد لېسه، خاص لېسه، دارالمعلمين او په بېلابېلو ولسواليو کې د دارالمعلمين نهه حمايوي مرکزونه د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت لري، چې دوه سوه اته اتيا زره زده کوونکي په مکاتبو او پنځه زره اته اويا زده تنه زده کوونکي په ۲۴ بابه ديني مدرسو او مرکز ي دارالعلوم کې چې د پوهنې په چوکاټ کې دي، په ديني زده کړو بوخت دي.))

د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول د پوهنې د خصوصي سکټور او ښوونځیو ته د نجونو د جذب په برخه کې هم یو شمېر پرمختیاوې یادې کړې:

((له ښه مرغه د حکومتي سکټور تر څنګ د معارف خصوصي سکټور هم د هرې ورځې په تېریدو سره پراخیږي، دا مهال د خصوصي ښوونځیو شمېر اتلسو ته رسیدلی، چې ۱۵يې لیسې او پاتې درې يې منځني ښوونځي دي.

موږ په دې هم خوشاله یو چې د نجونو د مستقلو ښوونځیو شمېر هم ۶۷ بابه شوی، چې دا مهال په کې يو سلو يوولس زره نجونې په زده کړو بوختې دي.))

مبارزمحمدځدراڼ وويل په روان کال کې په خوست ولايت کې د څلورو ښوونځيو له پاره په عصري بڼه نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شويدي، همداراز د څلورو نورو ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو د جوړیدو کار په بشپړیدو دی.

نوموړي په وروستیو درې کالونو کې د نویو ودانیو د جوړیدو په باب هم د سیمه ییزې ادارې ځینې لاسته راوړنې داسې یادې کړې:

((په ١٣٨٩، ٩٠ او ٩١ لمريز کالونو کې په دې ولايت کې جمله نولسو ښوونځيو له پاره پخې ودانۍ جوړې شوي او دیارلس بابه ښوونځيو ته يې د محوطې دیوالونه، ژورڅاه ګان، عصري تشنابونه او د ودانيو د اساسي ترميم چارې بشپړې کړيدي، چې په دې سره په خوست ولايت کې د پوهنې رياست د د قيقو مالوماتو له مخې پنځه څلوېښت سلنه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او پاتې پنځه پنځوس سلنه ښوونځي لا هم سرپنا نه لري،خو په راتلونکې کال کې ولايتي اداره پلان لري، چې د ښوونځيو د سرپنا په برخه کې په ځينو سيمو کې لومړيتوبونو ته په پام د پنځه کلن سټراټيژيک پلان په چوکاټ کې ودانۍ جوړې کړي او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت او د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه د پراخو همکاريو غوښتنه کړې ده.))

یاده دي وي، چې دا مهال په ټول خوست کې هېڅ داسې ښوونځی نشته، چې د امنیتي اندیښنو له کبله تړلی وي، خو بیا هم د ۵۵ سلنه ښوونځیو د ودانیو او په څلویښت سلنه ښوونځیو کې د عملي زده کړو له پاره د وسایلو او امکاناتو نه شتون د معارف په ډګر کې جدي ستونزې بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG