د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

دليپ کمار (يوسف خان) بستر شوى


د دليپ کمار پخوانى عکس
د دليپ کمار پخوانى عکس
د پيښور د زاړه ښار پخوانی اوسیدونکی محمد یوسف چې د فلمونو مینه وال یې د دلیپ کمار په نوم پيژني پرون ماښام په روغتون کې بستر شو.

دی په ۱۹۲۲ کال د ډیسیمبر په یولسمه په پيښور کې زیږیدلی او بیا هند ته مهاجر شوی وو.
دلیپ کمار په دوه ویشت کلنۍ کې د هندي فلم نړۍ ته ورغی او په څه باندې ۶۰ هنري فلمونو کې څرګند شو .

دلیپ کمار د هند په سینما (بالیووډ ) کې د تراژيدۍ د پاچا لقب لري.

دی د یک شنبې په ماښام په سینه کې د ناڅاپي درد په خاطر د ممبي ښارپه یوه روغتون کې بستر شو . هغه اوس یو نوی کلن دی .

د ده کورنۍ دا رپوټونه رد کړي چې وايي پر دلیپ کمار د زړه حمله راغلې وه .

په روغتون کې بستري کیدو د دلیپ کمار د هنر زیات مینه وال اندیښمن کړي دي.

د هند په سینما کې دلیپ کمار ته د ښه هنري فعالیت د مثال په توګه کتل کیږي.

د هند حکومت د هغه د هنري هڅو د ستایلو په خاطر په نولس سوه یو نوي (میلادي) کال کې هغه په ستره دولتي جایزه (Padma Bhushan) ونازاوه .

دی د خپل هنري خدمت په خاطر د هند د سنا غړی هم ټاکل شوی وو.

د دلیپ کمار یو ډیر پيژندل شوی فلم مغل اعظم نومیږي چې نه یوازې په هند بلکه په پاکستان او افغانستان کې یې هم ډیر مینه وال دي.

دلیپ کمار له نولس سوه اته نوي (میلادي) کال راهیسې په هیڅ فلم کې کار نه دی کړی .
د هغه د روغتیايي حالت په اړه نور تازه معلومات لا نه دي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG