د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

خلیلي: د انتخاباتو په وړاندې ناامني اوس هم یوه ستونزه ده


د جمهوري ریاست دویم مرستیال وایي، د امنیت ټينګښت اوس هم د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې یوه جدي ستونزه ده.

کریم خلیلي دغه خبرې نن ولسي جرګې ته د باور رایو د ترلاسه کولو لپاره د پنځو لوړ پوړو کسانو د ورمعرفي کیدو په غونډه کې وکړې.

نوموړی د دې او نورو ستونزو د هواري لپاره د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږۍ مهمه وبلله.

ښاغلي خلیلي په ورته وخت کې ډاډ ورکړ چې؛ افغان حکومت د سیاسي انتقال لپاره پياوړې اراده لري.

که څه هم د امنیت ټینګښت د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې یوه اساسي ستونزه بلل کیږي، خو حکومتي چارواکي وایي چې، د ناامنیو د له منځه وړلو لپاره پیاوړې اراده لري.

د ولسمشر کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي وایي، افغانستان دا مهال په حساسو شرایطو کې دی او دغه حساسیت ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.

ښاغلی خلیلي وایي چې؛ افغانان راتلونکي کال ته چې یو حساس کال دی ډیرې هیلې لري، خو ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي د دوی دا هیلې له ناامیدۍ سره مخ کړي.

خلیلي د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د پنځو لوړپوړو کسانو د معرفي کیدو په غونډه کې ټینګار وکړ چې که ټول افغانان سره یو شي، کولای شی پرتې ستونزې له مخه لرې کړي.

"زموږ د دې انتخاباتو په وړاندې یوازنۍ ستونزه امنیت دی، د دولت ټول عزم او هوډ دادی چې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي، دا مهال نا امني د ټولو هېوادوالو لپاره یوه ستونزه ده، خو مونږ باید له دې ستونزې سره مبارزه وکړو."

ښاغلي خلیلي په همدې ورځ ولسي جرګې ته عمرداودزی او محمد اکرم خپلواک د کورنیو چارو او سرحدونو د وزیرانو په توګه، برات علي متین د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته او نصرالله ستانکزی او لطف الرحمان سعید د اساسي قانون په عملي کیدو د څارنې کمیسیون غړیتوب ته ورمعرفي کړل.

راتلونکو انتخاباتو ته نږدې اوه میاشتې پاتې دي، او د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر هم رسمآ پيل شو.

په همدې حال کې ځینې سیاسي کړۍ اندیښنه لري چې حکومت د سیاسي قدرت د دوام هڅې کوي او غواړي چې راتلوونکي انتخابات وځنډوي.

خو د جمهوري ریاست دویم مرستیال کریم خلیلي وایي چې دوی د سیاسي قدرت د شفاف انتقال او انتخاباتو لپاره پیاوړې اراده لري.

"موږ د ۲۰۱۴ کال انتخابات مخکې لرو، د افغان حکومت اراده داده چې سیاسي انتقال په شفاف او عادلانه توګه ترسره شي، د انتخاباتو شفافیت د ټول ملت هیله ده، هم حکومت مکلف دی چې ددې انتخاباتو شفافیت ته هڅې وکړي او هم د افغانستان خلک."

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د انتخاباتو لپاره د ټاکل شویو شااوخوا ۷ زره مرکزونو له ډلې څخه نیمایي یې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خو ددې وزارت چارواکو په وار وار ډاډ ورکړی چې په پاتې موده کې به هڅه وکړي چې ددې مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

خو د هیواد په ځینو برخو کې روانو ناامنیو ته په کتو داسې اندیښنې موجودې دي چې ممکن ګڼ شمیر افغانان د راتلونکو انتخاباتو پرمهال د رایې ورکولو له حق څخه محروم شي.
XS
SM
MD
LG