د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا په بر دير کې د پاکستاني پوځ درې جګپوړي چارواکي وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر له خوا په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي، چې د يکشنبې په ورځ د افغانستان پولې نزدې په بر دير کې د پاکستاني پوځ پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنې په ترڅ کې د دوو جګپوړو پوځي افسرانو په ګډون درې پوځيان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې وژل شوي پوځي افسران د افغانستان پر پوله د پرتو پوستو تر ليدنې وروسته بېرته راروان وو، چې د بر دير په سيمه کې پرې د نامعلومو ترهګرو له خوا ځاى پرځاى شوى د سړک غاړې بم والوته.
د پاکستاني پوځ دغه چارواکي په داسې حال کې وژل شوي، چې ددغه هېواد نوي حکومت د روانې مياشتې په ٩مه نېټه د يوه ټول ګونديز کنفرانس په ترڅ کې د له وسله والو سره د خبرو اترو هيله څرګنده کړې ده.
د پاکستان د سياسي او قبايلي چارو کارپوه او قبايلي مشر پير عبدالله له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې په پاکستان کې ځينې قوتونه شته، چې هغوى دا نه غواړي چې په سيمه کې دې امن راشي:
"زموږه په وطن کې د سولې طرف ته تلونکي قوتونه دومره حاوي نه دي، يا زور يې نه رسي چې په دې ملک کې من راولي. دلته داسې قوتونه شته، چې هغوى غواړي چې دا سلسله روانه وي او جنګونه کېږي او روان وي. ترڅو پورې چې قبايلي سيمې صفا شوي نه وي، ددې اثرات به په افغانستان او پاکستان دواړو کې وي. دا قبآيلي علاقه ددې اغراضو او مقاصدو لپاره ساتل شوې ده، چې دلته د دواړو غاړو د پښتنو د تباهۍ سنټرونه وي."
د هغه په وينا، ترڅو پورې چې په قبايلي سيمو کې د مېشو ترهګرو ځالې له منځه لاړې نه شي، نو په افغانستان او پاکستان دواړو کې به د ترهګرو ترهګريز فعاليتونه روان وي.
که څه هم د سياسي او روانو چارو کارپوهان له وسله والو طالبانو سره د پاکستاني دولت د خبرو دريځ ستايي، خو ترڅنګ يې دا خبردارى هم ورکوي، چې د حکومت له خوا د يوې منظمې او عمومي کړنلارې د نشتوالي په صورت کې به ترهګر په پاکستان کې دننه او پر ګاونډيو هېوادونو بريدونه ګړندي کړي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستاني پوځ په ٢٠٠٩م کال کې په سوات، دير او شاوخوا سيمو کې د وسله والو پاکستاني طالبانو پرخلاف پراخ عمليات کړي وو، چې په ترڅ کې يې دغه سيمې له وسله والو پاکې او خوندي بللې وې.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور