پاکستاني طالبانو ویلي مخکې له دې چې دوي د پاکستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي، حکومت باید د پاکستاني طالبانو بندیان خوشې کړي او د قبایلي سیمو څخه د سرتیرو ایستل پیل کړي.
د پاکستاني طالبانو یو ویاند شاهد الله شاهد د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې؛ د پاکستاني طالبانو شورا په هغه غونډه کې چې د حکومت سره یې د سولې د خبرو اترو پر موضوع د بحث لپاره جوړه کړې وه د اعتماد د رامنځ ته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
پاکستاني طالبان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې؛ د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو تیره اونۍ په یو کانفرانس کې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې تایید کړې او دا یې په دې هېواد کې د یو لسیزې ناامنیو ته د پای ورکولو لپاره چې په زرګونو کسان په کې وژل شوي یوه غوره لاره وبلله.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، تراوسه دا روښانه نه ده چې د پاکستان حکومت به خبرو اترو ته د دې هېواد د طالبانو د قانع کولو لپاره کوم ګامونه پورته کړي.
دا هم روښانه نه ده چې؛ د پاکستان پوځ ته به په دې برخه کې کوم اقدامات د منلو وړ وي.
اسوشیتید پریس وايي د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد ورته له ناڅرګنده ځایه په ټیلفوني خبرو کې ویلي، تر دي مخکې طالبان د سولې په نوم تیر ایستل شوي، نو حکومت باید د خبرو اترو تر پیلیدو مخکې ځینې ګامونه پورته کړي څو طالبان ډاډمن شي چې حکومت د سولې په خبرو اترو کې جدي دی.
د شاهد په وینا حکومت باید د پاکستاني طالب وسلوالو هغه غړي چې په زندانونو کې دې خوشي کړي او باید وښيي چې دوی د افغانستان سره پر کرښه د پرتو سیمو څخه پوځیان وباسي.
د شاهد په وینا که حکومت دا دوه ګامونه پورته نه کړي، د سولې بهیر مخکې نه شي تللی.
استخباراتي مامورین او طالب قومندانان وايي چې طالبانو او پاکستاني پوځ تیره اونۍ خپلو کې د اعتماد د رامنځ ته کولو لپاره په کم شمیر کې بندیان تبادله کړې دي، خو پاکستاني پوځ دا تبادله رد کړې ده.
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت په خپلو کې د سولې د خبرو اترو لپاره چمتوالي نیسي، یو پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیر ستان کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې یو سرتیري وژلی او بل یې ټپي کړی.
ددې چارواکي په وینا د شنبې په شپه وسلوالو د قبایلي پولیسو یو موټر ته کمین نیولی و چې بنو ته نژدې روان و، دوه حکومتي سرتیري یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
تر اوس هیچا د دې بریدونو مسولیت نه دی منلی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، ډیر څارونکي د پاکستان د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې په اړه شکمن دي، ځکه تر دې مخکې د سولې تړونونه ناکام شوې دي.
څارونکي وايي که چیرې دواړه لورې یو تړون ته هم ورسیږي، بیا به هم طالبانو ته ګرانه وي چې په خپل اړخ کې دا تړون عملي کړي، ځکه په قبایلي سیمو کې ګڼې داسې وسلوالې ډلې شته چې له طالبانو سره په مختلفو سطحو اړیکې لري.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي د امریکا متحده ایالات هم د سولې د تړون په اړه اندېښنه لري، ځکه له دې تړون سره به افغان طالبانو ته ددې ډیر فرصت برابر شي چې له کرښې اخوا افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو باندې بریدونه وکړي.
خو ددې خبرې اژانس په وینا دا به د امریکا لپاره ګرانه وي چې پاکستان د سولې له دې خبرو را وګرځوي، ځکه د امریکا متحده ایالات په عین وخت کې له پاکستان غواړي چې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ دې د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي.