د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۳

م.م: د کیمیاوي وسلو په کنوانسیون کې د سوريې د غړیتوب غوښتنلیک ترلاسه شوی

ملګري ملتونه وايي، د کیمیاوي وسلو په کنوانسیون کې د سوريې د غړیتوب رسمي غوښتنلیک يې تر لاسه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان دا کنوانسیون په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو پر تولید او استعمال بندیز لګوي او غوښتنه کوي چې؛ د کیمیاوي وسلو موجودې زیرمې باید له منځه ولاړې شي.

ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې؛ د سوريې رسمي غوښتنلیک ورته رسیدلی او د اکټوبر د میاشتې له څوارلسمې نیټې وروسته په دې تړون کې شامله شي.

د کیمیاوي وسلو د تولید او استعمال د مخنیوي په نړېوال کنوانسیون کې د سوریې د شمولیت وړاندیز د روسیې او امریکا د هغه ګډ پلان برخه ده چې؛ هدف یې پر دې هېواد د پوځي عملیاتو مخنیوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف سره تر درې ورځې خبرو وروسته پرون وویل، د پلان پر اساس باید د سوریې حکومت په یوه اونۍ کې د خپلو کیمیاوي وسلو د ټولو ذخیرو په اړه معلومات وړاندې کړي:

"د امریکا متحد ایالات او روسیه متعهد دي چې د امکان تر حده ژر او په مصون ډول د سوریې د کیمیاوي وسلو ذیرمې له منځه ولاړې شي.

موږ موافقه کړې چې؛ سوریه باید په یوه اونۍ کې د خپلو ذیرمو یو بشپړ لست وړاندې کړي. د مسلې اضافي جزیات به په راتلونکو ورځو کې توضیح شي."


د دې موافقې پر اساس، د کیمیاوي وسلو پلټونکي باید د نومبر تر میاشتې مخکې سیمې ته ورسیږي. د دوی هدف تر ۲۰۱۴ (میلادي) کاله د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري ویلي ، دواړو خواوو موافقه وکړه چې که چيرې د دمشق حکومت په دې برخه کې په همکارۍ کې ناکام شي نو د پوځي عملیاتو لپاره به د امنیت شورا د پریکړه لیک غوښتنه وکړي.

د چین د بهرنیوچارو وزیر (وانګ لي) نن په یوه غونډه کې وویل چې دا موافقه به په سوریه کې د روانو بحرانونو حل اسان کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلی، امریکا او متحدان یې نور پر سوریه د حملې لپاره دلیل نه لري.

د سوریې دولتي خبري اژآنس سنا ویلي چې دا موافقه یو نوی پيل دی خو د سوریې حکومت لا د همکارۍ په اړه څه نه دي ویلي .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG