د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر هغه تورونه رد کړل چې؛ د تاریخي اثارو لپاره ځانګړې شوې یو میلیون ډالر پیسې یې خپل شخصي بانکي حساب ته لیږلي.
په دې وروستیو کې ډلي بیسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې؛ سید مخدوم رهین د جنوبي اسیا په نوم له یوه بنسټ څخه د تاریخي آثارو د جوړولو په نوم یو میلیون ډالر اخیستي او خپل جیب ته یې اچولي دي.
ښاغلي رهین نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ له دویم ځل وزارت څخه مخکې دی د څلورو کلونو لپاره د جنوبي اسیا د بنسټ د افغانستان د څانګې مشر وو.
خو په هغه وخت کې دې بنسټ افغانستان ته یوازې دوه لکه او نهه ویشت زره ډالر مرسته ورکړې، چې د ښاغلي رهین په خبره دوی هغه پیسې هم په مهمو برخو لګولي دي.
زمونږ همکار اسدالله لودین د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سید مخدوم رهین سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې
دا ډول تورونه ولې او د چا له خوا پر ده لګول شوي.؟