د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

حامد کرزی: یوسف کارګر دې له خپلې استعفي تیر شي


د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی وايي، ولسمشر حامد کرزي ورڅخه غوښتي چې د فوټبال د روزونکي په توګه له خپلې استعفا تیر شي.

یوسف کارګر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ ولسمشر حامد کرزي پرون د فوټبال د لوبډلې غړیو ته د جایزو د ورکولو پر مهال دا غوښتنه ترې کړې ده.

ولسمشر حامد کرزي، د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د اتلولۍ د ګټلو په خاطر، د شنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم هر غړي ته یو اپارتمان او سل زره افغانۍ د جایزې په توګه ورکړي دي.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له روزونکي څخه غوښتي دي په چیلنج کپ کې دې د افغان لوبغاړو ملګرتیا وکړي.

دا دویم ځل دی چې؛ ولسمشر حامد کرزی په تیرو څو ورځو کې د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ګوري. نوموړې تردې مخکې په هوايي ډګر کې د فوټبال لوبغاړ ته هرکلۍ ویلی و.

د شنبې په ورځ افغان فوټبالران ارګ ته ورغوښتل شوې و او هلته د دې ټیم هر یو غړي ته د یو اپارتمان د مالکیت اسناد او سل زره نقدې افغانۍ ورکړل شوې.

یوسف کارګر وايي، د ولسمشر حامد کرزي د سپارښتنې سره سره چې؛ له نوموړې یې غوښتي د فوټبال له ملي ټیم سره دې کار ته دوام ورکړي، تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې د چیلنج کپ په سیالیو کې به واوسي کنه ؟

یوسف کارګر تردې مخکې ویلي چې؛ که ټیم یې په مسابقو کې بریالی شي، د افغان ټیم د روزونکي په توګه به له خپلې دندې استعفا وکړي.

ټاکل شوې ده چې؛ د چیلینج کپ سیالۍ د مې په میاشت کې جوړې شي.

ښاغلي کارګر د جنوبي اسیا په لوبو کې د افغان فوټبالرانو څخه د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ او تر بریا وروسته د نوموړی تود هرکلی وستایه.

ولسمشر حامد کرزي افغان فوټبالرانو سره په پرونۍ کتنه هغوی ته د لا نور بریالیتوبونو هیله وکړه:

"د افغانستان د حکومت لس کلنو هڅو ته په پام، تاسو په یوه ورځ کې د هغې شل چنده بریالیتوب راوړ. دولت هم په خپلو ټولو امکاناتو ستا تر شا ولاړ دی. زه ډاډمن یم چې سوداګر، پانګوال او هغوی چې بډایه دي هم ستاسو تر شا دریږي.

ډاډمن یم چې؛ تاسو به انشاالله ډير زر د اسیا اتلان شئ، او همداسې به نړیوالو لوبو ته ولاړ شو، او یوه ورځ به وګورو چې د افغانستان ټیم په نړیوالو لوبو کې برخه اخلي."


د افغانستان د فوټبال لوبډلې په دې وروستیو کې د جنوبي اسیا په سیالیو کې اتلولي وګټله. په دې سیالیو کې افغان ټیم بوتان، نیپال، سريلانکا او هندوستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

له دې بریالیتوب وروسته افغانستان د فوټبال د نړیوال فیدراسیون یا فیفا په لیست کې اوه امتیازونه وګټل او له ۱۳۹ شمیرې څخه ۱۳۲ شمیرې ته راپورته شو.
XS
SM
MD
LG