نجیب الله الوخېل
په خوست کې یو شمېر خلک د بیکارۍ له ستونزې څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی ته ځیني وخت په لسو ورځو کې هم یوه ورځ مزدوري نه پیدا کیږي.
د خوست ښار په سرګردان چوک کې له لمرختو مخکې په لسګونو کسان د کار او مزدورۍ له پاره راغونډیږي او د ورځې تر ناوخته د کار په تمه ولاړ وي، هر کله چې څوک وغواړي د خپل کار له پاره له چوک څخه مزدوران بوځي، نو په لسګونو کسان پرې راغونډیږي او ډېر کله له دې څخه د مزدورانو په منځ کې جنجال او خفګان جوړیږي.
په مزدورانو کې یو شمېر داسې کسان هم شته، چې د خوارۍ مزدورۍ له پاره نه یوازې له لوګر، پکتیا او نورو ولایتونو څخه دې ځای ته راغلي بلکې د پولې له پورې غاړې میرانشاه، کرمې او بنو ځیني اوسیدونکي هم په خوست کې د لاس د مزدورۍ لپاره شپې ورځې تېروي، که څه هم په عربي هېوادونو کې د زرګونو خوستوالو شتون د دې سیمې د خلکو اقتصادي حالت څه نا څه ښه کړی، ولې په ټولیز ډول دې ځای کې دکار او مزدورۍ داسې شرایط نه دي برابر شوي، چې یو شمېر کسان دې په کې په دایمي توګه مزدوري وکړي.
د خوست ښار په سرګردان چوک کې د زرین په نوم د لوګر ولایت یو تن اوسیدونکی ازادۍ راډیو ته وايي، چې له څلورو یا پنځو ورځو راپدیخوا د کار په تمه دلته راځي، خو کار ورته نه پیدا کیږي:
"څلور ،پنځه ورځې کیږي راغلی یم هېڅ کارنه پیداکیږي، که پیدا هم شي روزانه دوه ،درې سوه کلدارې مزدوري ده په هغه مو ګزاره نه کیږي، وړه خېلخانه راپسې ده حکومت باید له موږه سره څه اندازه مرسته وکړي، معلولین او یتمان راغاړي دي ،اخر موږ هم د دې افغانستان یو ، والله دا خپل ژوند ته حیران یو څه وکړو، زموږ غم باید وخوړل شي."
د صبرخان په نوم یو تن، چې خوست ته په مزدورۍ پسې د پکتیا له څمکنیو ولسوالۍ راغلی وايي، چې په دولسو ورځو کې يې یوازې یوه ورځ مزدوري کړې ده.
دچارو کتونکی نصیراحمد روښان ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اند دی، چې حکومت په ځانګړي ډول دنده لري تر څو د خلکو له پاره د کار او خدمت وړ شرایط برابر کړي او داسې پروژې په کار واچوي، چې ډېرو کسانو ته په کې د کار او حرفې زمینه برابره شي:
"د دولت له سترو دندو څخه یوه داده، چې خپلو وګړو ته دندې او مصروفیتونه پیدا کړي اما متاسفانه په افغانستان کې دولت تر اوسه په هغه کچه کې نه دی، چې خپلو هغو وګړو ته د کار زمینه سازي وکړي، چې په چوکونو باندې دکار لپاره شیبې شمیري، تاسو وینئ چې د دولت انکشافي بودجه هر کال تر څلوېښت سلنې پورې په مصرف رسیږي په داسې حال کې، چې په هېواد کې په سلګونو زره کسان بیکاره ګرځي، نو دولت ته بایده دي، چې یو شمېر روبنايي او زیربنايي پروژې تر کار لاندې ونیسي تر څو ډېرو کسانو ته په کې د اشتغال او کار زمینه برابره شي."
د کار او ټولنیزو چارو رئیس کمال ځدراڼ د خلکو یادو ستونزو ته په کتو ازادۍ راډیو ته وايي، چې بېکاري او وزګارتوب نن سبا یوه نړیواله ستونزه ده، ځکه په ازاد بازار کې د کار مالک هغه څوک استخداموي، چې کسب او مهارت ولري.
کمال الدین ځدراڼ وايي، په پام کې لري بیا هم یو شمېر اوږدمهاله او لنډمهاله پروژې تر لاس لاندې ونیسي، چې په یو ځل ګڼو ځوانانو ته په کې د کار زمینې برابرې شي:
"هغه شمېر ځوانان ،چې له دولسمو ټولګیو لوړ تحصیلات لري دوی هغو پستونو ته امتحان ورکوي ،چې ازادې سیالۍ ته مخې ته کیږي او په دې توګه دندو ته جذبیږي او اجیران هم د خپلو وړتیاوو په اندازه وظیفې پیدا کوي.
په ازاد بازار کې طبعي ده هغه څوک جذبیږي چې ماهر کارګر وي، ولې د دې ترڅنګ په ګربزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې ،چې د سولې ولسوالۍ اعلان شوي دي، یو شمېر شپږ میاشتنۍ پروژې پلي شوي او په دې هڅه کې یو چې له خیره دا بهیر پسې وغځوو."
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یوه مسوول هم د شنبې په ورځ په کابل کې د خوست په پرمختیايي کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل؛ چې په یاد ولایت کې د بهرنیانو د فعالیتونو په کمیدو سره شاوخوا پنځه دېرش زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې دې حالت د خلکو له پاره د کارموندنې او اقتصاد په برخو کې جدي ستونزې پیدا کړي دي.