د افغانستان د عدلیې وزارت مسوولین وایي؛ سره له دې چې د ځینو کسانو له خوا د قانون جوړونې په برخه کې له فشارونو سره مخ دي خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
د دې وزارت سلاکار او د تقنین ریاست سرپرست عبدالرووف هروي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د قانون جوړونې په برخه کې له کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخ دي.
هغه وایي، د دې فشارونو له امله مجبوریږي ځینې قوانین پرته له دې چې ډېر کار پرې وشي، په بیړه نهایي کړي:
"ځینې قوانین چې موږ ته راځي نو راته ویل کیږي چې؛ که تاسو دغه قانون پاس نه کړی نو نړیوال بانک به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.
په هر کار کې له بیړې کار اخیستل کیږي؛ خو د قانون جوړونې په برخه کې بیړه نه کیږي. په اصل کې ښایي دا فشارونه بهرني وي؛ خو موږ ته د کورنیو کسانو له خوا رارسول کیږي.
موږ هم د دې لپاره چې د هغوی مرسته له افغانستان سره بندې نه شي؛ خپل ټول وخت د دې قوانینو جوړولو ته ورکوو."
هروي دغه خبره د عدلیې وزارت او حکومتي ادارو تر منځ د تقنیني اسنادو د برابرولو په برخه کې د هماهنګې د رامنځ ته کولو په هکله جوړه شوې غونډه کې وکړه.
هغه وایي، ډیر کله داسې قوانین هم وروړل کیږي چې؛ له بهرنیو ژبو په غلطه طریقه ژباړل شوی وي؛ خو دوی د فشارونو له امله مجبوریږي چې تصویب یې کړي.
په دې غونډه کې د عدلیې وزیر حبیب الله غالب وویل چې؛ دا مهال د قانون جوړونې په برخه کې د ظرفیتونو د نه شتون له ستونزې سره مخامخ دي.
حبیب الله غالب وایي، د قوانینو د جوړولو په برخه کې باید ډیر دقت وشي او د پلي کولو په برخه کې یې هم له نویو لارو چارو کار واخیستل شي.
دې غونډې ته په وینا کې د دولتي ادارو د مسوولیتو او د تقنیني اسنادو د برابرولو په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار محمد اشرف رسولي د قوانینو په تطبیق ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې، خپله حکومت چارواکي قوانین تر پښو لاندې کوي:
"د دولتي ادارو، وزارتونو او عدلیې وزارت د تقنین ریاست تر منځ همغږي نشته؛
له بدغه مرغه چې په دې برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.
نه یواځې دا چې د ټیټې کچې خلک قانون نه عملي کوي، بلکې زموږ مسوولین هم قانون تر پښو لاندې کوي چې دا یو لوی درد دې.
ښه به دا وي چې رسنی، حقوق پوهان او د مدني ټولنو غړي خپله دنده پر مخ یوسي او هر هغه کس چې قانون تر پښو لاندې کوي ورته ووایي؛ ولې داسې کوې او دا تر ټولو ښه لارده چې موږ کولی شو؛ د قانون ماتونې مخه ونیسو."
د ولسمشر کرزي سلاکار د قانون د نه پلي کیدو په برخه کې په داسې حال کې اندیښنه څرګندوي چې؛ مخکې تر دې کتونکو هم تل ویلي چې؛ په دولتي ادارو کې قانون په ټولو خلکو په یو ډول نه عملي کیږي.
دوی وایي قوانین یواځې د ټیټې کچې په خلکو عملي کیږي او په اکثرو مواردو کې جګپوړي چارواکي د قوانینو له عملي کیدو معاف وي او ځان په قانون برلاسی بولي.
راپور: جمیله ظریف