که څه هم د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د ادارې مسولینو یوازي په خوست کې د زرګونه کسانو د اوزګاره کېدو خبر ورکړ؛ خو د دې ولایت له وضعیته معلومیږي چې؛ د ټول هېواد په کچه بې کاري زیاته شوې.
په افغانستان کې د "یو. ان. ډي. پي" یا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یوه مسوول "کریس کارټر" د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د وروستیو معلوماتو له مخې شاوخوا پنځه دېرش زره کسانو په خوست کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
نوموړي د دې بیکارۍ علت د نړیوالو مرستو کمېدل و ښود.
"پنځه دېرش زره کسانو په خوست کې د نړېوالو مرسته کونکو د فعالیتونو په کمېدو سره خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دا د کارموندنې او اقتصاد په برخه کې جدي ستونزې دي."
په خوست کې د اوزګارۍ دا ارقام په داسې حال کې خپریږي چې؛ د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسي "پي. آر. ټي" یا د ولایتي بیارغونې ډلې او نورو بهرنیو مرسته کونکو موسسو خپل فعالیتونه په دې ولایت کې درولي.
د راپورونو له مخې له کله نه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي؛ په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې په پانګونې او مرستو یې هم تاثیر کړی دی.
د خوست چارواکي وايي، په دې ولایت کې یو زیات شمېر پروژې دي چې؛ د بهرنیو موسسو په وتلو سره یې کارونه نیمګړي پاتې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعمیي یو شمیر دا پروژې دا ډول یادې کړې:
"موږ له مرکزي حکومت څخه په ځینو برخو کې جدي غوښتنې لرو. لومړۍ باید هغه پروژې چې د پي. آر. ټي یا نورو نړیوالو مرسته کونکو له خوا نه دي تکیملي شوي، باید تکمیل شي. بل د ګردیز خوست لوی سړک چې د اتو کلونو را پدېخوا یې کار پيل شوی؛ خو لا هم تکمیل نه دی، دا پروژه زموږ لپاره حیاتي ده. دغه راز د وزارتونو له خوا پر وخت د پراختیایې بودجې نه لیږل هم یوه لویه ستونزه ده."
اخوا د خوست د ولایتي شورا یوشمېر استازي وايي چې؛ حکومت خوست ته لازمه پاملرنه نه کوي او په وینا یې ځينې هغه اساسي پروژې چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په دې ولایت کې پيل شوي، لا هم نیمګړي پاته دي.
یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې؛ افغان حکومت په تیرو دولسو کلونو کې داسې اساسي کارونه نه دي کړي چې؛ د خلکو لپاره ثابتې دندې رامنځ ته کړي.
خو افغان حکومت په دې وروستیو کې د کانونو د استخراج لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او غواړي له دې لارې په هیواد کې خلکو ته کار پيدا کړي او له اقتصادي پلوه د خود کفایۍ پر لور ولاړ شي.