پرون په ژنيف کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي سره تر کتنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او روسي سيال يې سرګي لاوروف اعلان وکړ چې دوى به د دې مياشتې په وروستيو کې په نيويارک کې وګوري چې [د سوريې په اړه] د يوه ځنډول شوي کنفرانس د ترسره کېدو پر نېټې موافقه وکړي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما دمشق ته نژدې د تېرې مياشتې د زهرجنو ګازو د بريد په عکس العمل کې پر سوريې د پوځي بريدونو ګواښ وکړ.
واشنګټن وايي په دمشق هغه بريد تر ١٤٠٠ زيات کسان وژلي دي.
امريکا او ځينې لوېديځ متحدان يې د بشارالاسد رژيم د هغه بريد په ترسره کولو تورنوي، خو د سوريې حکومت دغه تورونه ردوي.
پرون په ژنيف کې له لاوروف او ابراهيمي سره په ګډ کنفرانس کې جان کري وويل، د سولې د نړيوال کنفرانس د ترسره کېدو چانس پر کيمياوي وسلو د خبرو اترو په بريا پورې اړه لري:
”موږ دواړو پر راسپارل شويو دندو او پر دې موافقه وکړه چې بيا به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال په نيويارک کې سره وګورو ښايي د سپټمبر پر٢٨مه، که ممکنه وي بيا هغه کنفرانس ته يوه نېټه وټاکو، معلومدار دا تر ډېره په دې پورې اړه لري چې په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د کيمياوي وسلو پر مسئله خبرې اترې څومره بريالۍ کېږي.“
په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف وويل، د امريکا او روسيې د متخصصانو ډله په کوټلو اقداماتو سره پر دې باندې کار کوي چې د سوريې کيمياوي وسلې شنډې کړي:
”اوس چې د اسد حکومت د کيمياوي وسلو د بنديز له کنوانسيون سره يوځاى شوى، لکه څنګه چې موږ په ملګرو ملتونو کې موافقه وکړه، موږ بايد په ګډه خپل او د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان متخصصان وګمارو څو يوه حل لاره وباسي او دا يقيني کړي چې دا مسئله په چټکۍ، مسلکي او عملي ډول حل شوې ده.“
بله خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بنکي مون وويل د ملګرو ملتونو يو راپور چې بله اوونۍ خپرېږي ښايي دا تاييد کړي چې دمشق ته نژدې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې د تېرې مياشتې په بريد کې زهرجن ګاز کارول شوي دي.
مون ونه ويل چې دغه کيمياوي وسلې چا کارولي خو ويې ويل د سوريې ولسمشر بشارالاسد د بشريت پرضد ګڼ جنايتونه کړي دي.