د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۳

سوریه د کیمیاوي وسلو زېرمې د م.م د څېړونکو پر مخ پرانیزي

امریکا د سوریې د ولسمشر بشاراسد د وروستي اعلان پرښتینولی شک ښودلی.
اسد پرون وویل، د روسیې هغه وړاندیز مني چې، له مخې یې د ده حکومت خپلې د کیمیاوي وسلو زېرمې به د ملګروملتونو د مفتشانو د تحقیقاتو لپاره پرانیزي.

د سوریې ولسمشر بشاراسد پرون وویل چې؛ دمشق به په راتلونکو څو ورځو کې د کیمیاوي وسلو له کنوانسیون یا CWC سره چې د کیمیاوي وسلو له کارولو سره مخالفت کوي، د یوځای کېدو لپاره لازم اسناد واستوي.

ولسمشر اسد له روسیې څلورویشت ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې؛ پرون خپره شوه وویل، دی هیله لري چې، سوریه به نړیوالو مفتشانو ته د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو په اړه د معلوماتو سپارل د کیمیاوي وسلو د کارولو له کنوانسیون سره ددمشق له یوځای کېدو یوه میاشت وروسته پیل کړي. خو اسد دا یادونه هم وکړه چې، امریکا باید د ده د رژیم وسله والو مخالفینو ته د وسلو ورکول بند کړي.

د ملګروملتونو ویاند فرحان حق پرون وویل؛ سوریې مخکې دوی ته هغه سند سپارلی چې له کیمیاوي وسلو ضد کنوانسیون سره د دې هېواد د یوځای کېدو لومړی ګام ګڼل کېږي.

خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري د اسد د اعلان په اړه شک څرګند کړ. کېري چې په ژنیو کې د روسیې د بهرنیوچارو له وزیر سیرګي لاوروف سره د خبرو له لومړي پړاو وروسته پرون په یوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کولې وویل چې د سوریې د رژیم د چارواکو پر خبرو اعتماد نشي کېدای:

"ما هغه راپورونه لیدلي چې وايي؛ د سوریې رژیم وړاندیز کړی چې د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو په اړه معلومات باید له معمول تعامل سره سم په دېرشو ورځو کې دننه وسپاري خو موږ په دې باور یو چې سمدستي د اسد د رژیم د سلوک او نه یوازې د کیمیاوي وسلو د موجودیت؛ بلکې د هغو د استعمال د څرنګوالي له وجې هم په دې برخه کې کوم معمول تعامل نشته. همداراز د سوریې د رژیم خبرې زموږ له قضاوت سره سم کافي نه دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف چې د سوریې پر ضد د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د سپارلو مفکوره لومړی ده مطرح کړه؛ وویل چې، د دې پلان له عملي کېدو سره د دمشق پرضد د پوځي اقدام اړتیا له مینځه ځي:

"موږ داسې ګڼو چې د کیمیاوي وسلو په سپارلو سره د دې ستونزې حل د سوریې پرضد هرراز حمله غیرضروري کوي او ډاډه یو چې زموږ امریکايي ملګري څرنګه چې ولسمشر اوباما وویل؛ د سوریې د کیمیاوي وسلې د ستونزې د حل لپاره په کلکه سوله ییزه حل لاره غوره ګڼي."

له دې مخکې ولسمشر اسد په خپله مرکه کې پر امریکا بې اعتباري څرګنده کړه او ویې ویل چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو پر بهیر باید مسکو څارنه وکړي.

د ژنیو په غونډو کې چې ښايي تر راتلونکو دوو ورځو دوام وکړي د کیمیاوي وسلو روسي او امریکايي کارپوهان هم حاضر دي.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه خپره شوې تبصره کې خبرداری ورکړی و چې د سوریې ضد پوځي اقدام به نړیوال نظم ګډوډ کړي او د تروریزم یوه نوې څپه به رامینځ ته کړي. پوتین همداراز ویلي، کافي دلایل شته چې کیمیاوي وسلې به د سوریې پوځ نه، بلکې د حکومت وسله والو مخالفینو کارولې وي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG