د متحده ایالاتو او روسيي د بهرنیو چارو وزیران نن په جینیوا کې د سوريي د تازه تحولاتو په باب په خپلو کې غونډه کوي.
ټاکل شوې ده چې؛ جان کري او سرګي لافروف به د سوريي د کیمیاوي وسلو د خوندیتوب په هدف د مسکو د پیشنهاد پر مساله خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، په جینوا کې د امریکا او روسيي د بهرنیو چارو وزیران او د دواړو هېوادونو کارپوهان به نړېوالې ټولنې ته د سوريي د کیمیاوي وسلو د سپارلو پر پیشنهاد خبرې او سلا مشورې وکړي.
جي کارني خبریالانو ته وویل، په دې غونډه کې به چې یو څه وخت به ونیسي، د روسي پر پیشنهاد او په دې اړه چې په دې برخه کې وړاندې باید څه ډول ګامونه واخیستل شي، خبرې او بحثونه کیږي، جی کارني وړاندې وویل:
"دوه ورځې مخکې سوريي دا نه منله چې؛ کیمیاوي وسلې لري.
موږ په دې اړه له تیرو دوو ورځو راهیسې د روسيي له خوا زیاته همکاري او هیله بخښونکي فعالیتونه ولیدل.
زما په فکر دا په ښکاره د ولسمشر اوباما د وروستیو زور ورو خبرو نتیجه ده چې ویلي د خپلو خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو د استعمال په مساله کې دې ته اړتیا ده چې؛ د سوريي د ولسمشر بشارالاسد مسول وګڼل شي."
د ولسمشر اوباما اداره د سوريي پر رژیم تور لګوي چې؛ د تیرې اګشت میاشت په یوویشتمه نیټه يې دمشق ته نزدې پر ملکیانو کیمیاوي وسله کارولې چې په نتیجه کې يې څه د پاسه ۱۴ سوه کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې تیره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فرانسې پر دې لایحه خبرې وکړي چې؛ په کې د سوريي پرحکومت غږ شوی چې که خپلې کیمیاوي وسلې نړېوالې ټولنې ته ونه سپاري نو له احتمال پوځي برید سره به مخامخ شي.
بل لورته بیا د روسيي ولسمشر ولادمیر پوتین نیویارک ټایمز ته په یوې لیکل شوې مقاله کې ویلي چې؛ که امریکا پر سوريي برید وکړي نو دا به د سوريي جګړه ټولې سیمې ته وغزوي.
د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف نن په قزاقستان کې وویل:
"بې له شکه موږ باید دا یقیني کړو چې؛ سوریه د کیمیاوي وسلو په اړه په نړېوال کنوینسیون شامله شي چې؛ پر همدې اساس سوریه باید د خپلو کیمیاوي سلا کوټونه معلوم کړي، څو په دې توګه خپل د کیمیاوي وسلو پروګرام په ډاګه کړي.
پر همدې اساس باید متخصصان دا پریکړه وکړي چې؛ په اړه يې باید ډول ګامونه واخیستل شي."
روسيي د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د سوريي د کیمیاوي وسلو په اړه د ده او دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په غونډه کې به د سوريي لپاره د نړېوالې ټولنې استازۍ اخضر ابراهیمي هم ګډون وکړي.
خو د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، که چیرته دیپلوماتیکو هڅو نتیجه ورنکړه نو دې پر خپله دې خبرې چې د بشار اسد رژیم باید مجازات شي، ولاړ دی.