زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د پاکستان له زندان څخه د طالبانو د دوهمه درجه مشرملاعبدالغني برادرد خوشې کیدو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: پاکستان ممکن په افغانستان کې د سولې له عملیې سره د مرستې په مقصد ملا برادر خوشې کړي – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او لیکي:
څیړونکې پوښتنه کوې چې؛ ایا په ریښتیا هم ملا برادر د پاکستان د ښه نیت له مخې خوشې کیږي او که په اصطلاح تر کاسې لاندې نیم کاسه ده او پاکستان غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې ونډه ولري.
ورځپاڼه لیکي: که چیرې ملا برادر د افغانستان د پخلاینې په عملیې کې د سولې په یوه سفیر بدل هم شي، دا نه ده څرګنده چې د پاکستان په زندان کې له زیاتې مودې تیرولو وروسته به دی د طالبانو په منځ کې څومره قدرت ولري.
ورځپاڼه لیکي: د ملا برادر په اړه یوه بله پوښتنه هم مطرح کیږې او هغه دا چې دی څنګه نیول شوی و.
امریکایي او پاکستانې چارواکي وایي، د کراچۍ په عملیاتو کې یي ملا برادر هدف نه و، خو له څو ورځو تحقیقاتو او پوښتنو وروسته دوي پوه شول چې د طالبانو دوهمه درجه مشر یي نیولی دی.
په نورو راپورونو کې بیا د پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوي چې؛ پاکستان په عملیاتو کې په مشخص ډول ملا برادر په نښه کړی و، تر څو په دې کار سره په افغانستان کې د سولې د عملیې د پرمختګ مخه ونیسي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوست ورځپاڼې د سولې په عملیې کي د ملا برادر د خوشي کیدو د اغیز په اړه یو مضمون خپور ګړی او د سولې د عالي شوری د غړي او په ملګرو ملتو کي د طالبانو د پخوانې سفیر عبدالحکیم مجاهد خبره یي راخیستي چې وایي:
د ملا برادر خوشې کیدل یو مثبت ګام دی، خو نوموړی یوازې په هغه صورت کې د افغانستان د سولې له عملیې سره مرسته کولای شي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ملاتړ ورسره وي.
که چېرې دی یوازې او په مستقل ډول عمل وکړي، د سولې په عملیې کې به مهمه ونډه ونه لري.
ګاردین:
انګلستان چاپ ګاردین ورځپاڼې په وروستۍ کې ګڼې کې لیکلي: په لومړي سر کې د ملا برادر په نیول کیدو نړېوالې ټولنې خوښي څرګنده کړې وه او ټولو به دا کار د طالب وسله والو پر ضد جګړې کې د پاکستان د همکارۍ یوه نمونه بلله.
ورځپاڼه لیکي:
وروسته افغان حکومت او لویدیځ هیوادونه په دي خبري موافق شول چې، ملا برادر ځکه نیول شوی و چې غوښتل یي د آي ایس آي له اجازي پرته د جمهور رئیس کرزي له حکومت سره خبري وکړي. د ګاردین په باور، اي ایس آي په افغانستان کي د جګړي ختمیدل نه غواړی.
زیات شمیر لویدیځې ورځپانې پدي اړه موافق نظر لري چې: افغان حکومت د ملا برادر د خوشي کیدو غوښتنه کوله او غوښتل یي چې نوموړی له خپلې کورنۍ سره افغان حکومت ته تسلیم شي.
خو پاکستان غواړي چې ملا برادر په پاکستان کي آزاد کړي . په دي توګه که چیری نوموړی د سولې په هلو ځلو کي داخل هم شي ، بیا به هم د پاکستان تر څار لاندي وي.