د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ په راتلوونکو انتخاباتو کې له نا امنیو او د سیمیزو پولیسو له لاسوهنو څخه اندېښمن دي.
د دې کمېسیون مسئولینو د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، بیا هم د هغو 7 ولسوالیو یادونه وکړه، چې لا هم نوم لیکنه نه ده په کې پیل شوي.
د ولسي جرګې غړو، د انتخاباتو کمېسیون پر کارکوونکو انتقاد وکړ، چې د پیسو په مقابل کې د ځینو کړیو او اشخاصو لپاره کار کوي.
د کورنیو چارو وزارت مسئولین وایي سیمیزو پولیسو ته به اجازه ورنه کړي، چې په دغو انتخاباتو کې لاسوهني وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، که امنیتي ارګانونه په یو شمېر سیمو کې په انتخاباتي چارو کې د سیمه يیزو پولیسو دلاسوهنو مخه ونه نیسي، نو په انتخاباتو کې به ستونزي نوري هم ډیري کړي.
د انتخاباتو کمېسیون مسئولین چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عممومي غونډي ته د معلوماتو ورکولو لپاره ورغوښتل سوي وه، وویل چې په ځینو سیمو کې سیمیز پولیس له ځینو ځانګړو کړیو څخه ملاتړ کوي.
د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس ضیا الحق امرخیل د ولسي جرګې د ځینو غړو دا اندیښنې سمې وبللې، چې په ځینو سیمو کې نا امنیوته لمن وهل کیږي.
د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې د نوم لیکنې د بهیر له پيله تر دې مهال څه باندې یو میلیون کسانو د رايي ورکوني کارټونه اخیستي، چې دوه لکه نهه شپېته زره یې ښځې دي.
خو د دې کمېسیون مسئولینو بیا هم د ولسي جرګې له غړو سره په خبرو کې د هغو 7 ولسوالیو او 259 مرکزونو یادونه وکړه، چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د انتخاباتو کمېسیون د دار الانشا رئیس وویل، که امنیتي ستونزي حل نه سي نو د انتخاباتو لپاره د دوی پلان په پوره ډول نه سي عملي کېدای.
خو تردې پخوا د کورنیو چارو وزارت مسئولینو د ملي امنیت شورا ته ویلي وه، چې د انتخاباتو په ورځ د نژدې 7 زرو مرکزونو څخه د نیمايي مرکزونو امنیت ډاډمن او پاته نور به په بیلا بیلو کچو امنیتي ګواښونه ولري.
خو د کورنیو چارو وزارت مسئولین د انتخاباتو د امنیت په اړه ډاډ ورکوي او وايي، چې هیچاه ته به اجازه ورنه کړي، چې په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه وکړي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش وویل:
“سیمیز پولیس د رايي ورکوني د مرکزونو د امنیت په اړه هیڅ رول نه لري، دوی له مرکزونو څخه لیري، چېري چې ستونزي وي، هلته دنده اجرا کوي او ملاتړی رول لري، دا موضوع موږ ته روښانه ده.
سیمیزو پولیسو او هیچا ته به اجازه ورنه کړو، چې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي، زموږ کوښښ دا دی، چې پولیس خپل بې طرفه رول ولوبوي، خو که لاسوهني ووینو په ځانګړي ډول د سیمیزو پولیسو له خوا هغه په جدي او قانوني ډول څېړو.”
د ولسي جرګې غړو د انتخاباتو کېمسیون پر یو شمېر کارکوونکو انتقادونه وکړه، چې د پیسو په مقابل کې د ځینو اشخاصو ملاتړ کوي.
خو د انتخاباتو کېسیون مسئولین وايي، چې ددې کمېسیون 11 زره پخواني کارکوونکې چې په درغلیو تورن وه له دندو ګوښه کړي او بیا نه سي کولای چې له دوی سره کار وکړي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلوونکو انتخاباتو ته څه کم اووه میاشتي پاتې دی، خو لا هم د درغلیو، سرغړونو او د انتخاباتو د احتمالي ځنډېدو په اړه اندېښنې موجودې دي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اونور افغان چاروکې وايي، چې رڼو او پر وخت انتخاباتو ته یې پوره تیاری نیولی دی.