د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۲

چارواکي: په عامې روغتیا وزارت کې یو ډالر هم بې ځایه نه ده لګول شوې




راپور: اسدالله "لودین"

د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې یا (یو، ایس، اې، ای، ډي) چارواکي وایي چې؛ په عامې روغتیا وزارت کې د دوي یو ډالر هم بې ځایه نه دی لګیدلی.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې؛ سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې ویلي وو چې؛ په عامې روغتیا وزارت کې د امریکا د مرسته شوو پیسو د ضایع کیدو خطر شته.

امریکایي چارواکي وایي، له افغانستان سره د دوي مرستې دوام لري او د سیګار او نورو تحقیقاتي ادارو ورته راپورونه به کوم اغیز پرې ونه کړي.

که څه هم د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې یا یو،ایس، اې، ای، ډي د عامې روغتیا وزارت په اړه د سیګار راپور رد یا تایید نه کړ، خو وې ویل چې په دې وزارت کې د دوی یو ډالر هم بې ځآیه نه دی لګول شوی.

په افغانستان کې د یو، ایس، اې، اي ډي مشر ویلیم همیک وایي، دوی له ۲۰۰۲ م کال راهیسې د عامې روغتیا وزارت له پروګرامونو سره مرستې پیل کړي او دغه مرستې تر اوسه په موافقه توګه مصرف شوي دي.

ښاغلي همیک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د سیګار په وروستي راپور کې هیڅ داسې بیلګه نده بیان شوې چې وښيي په عامې روغتیا وزارت کې دې د دوی پیسې ضایع شوي وي:

"په دې راپور کې د هیڅ ضایع شوو مرستو بیلګه نده بیان شوې، حتی د یوه ډالر هم، مونږ د قراردادونو د مدیریت یوه اداره لرو او پوهیږو چې هر ډالر مو څنګه مصرف شوی دی، موږ چې د څومره ډالرو مرسته تصویبوو نو قدم په قدم له بانکي چک نه کار اخلو."

سیګار يا د افغانستان د بيارغونې د چارو د څارنې لپاره د امريکا د سرمفتش ادارې تیره پنجشنبه پر دې اندیښنه څرګنده کړه، چې د عامې روغتيا په وزارت کې د فساد له امله د امریکا د مرسته شوو پیسو د ضایع کیدو خطر شته.

د سیګار په راپور کې راغلي د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته د اټکل له مخې ۲۳۶ مليونه ډالر ورکړي خو بيا يې مصرف نه دی محاسبه کړی.

سيګار په دې راپور کې د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې نور د عامې روغتيا وزارت ته تر هغو مالي مرسته ورنه کړي څو دې وزارت پر خپلو پروژو د مصرف شویو پیسو په اړه حساب نه وي ورکړی.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت هم د سیګار دغه راپور رد کړ او وې ویل چې دوی تراوسه هیڅکله هم د امریکا د نړیوالې پراختیا له ادارې څخه فزیکي پیسې نه دي ترلاسه کړي.

امریکایي چارواکي وایي، دوی د سیګار سپارښتنې په پام کې نیسي، خو هیڅکله به هم دغه ډول راپورونه له افغانستان سره د مرستو د کمیدو لامل نه شي.

په افغانستان کې د امریکا د پراختیایي او اقتصادي پروګرامو د همغږۍ ریس کیم یما شیتا وایي، دوی هم د سیګار په څیر ددې مینه وال دي چې مرستې یې پرځآی ولګول شي:

"دا ډیره مهمه ده چې مونږ د سیګار د راپور سپارښتنې په پام کې ونیسو، د سیګار په ګډون د امریکا ټولې ادارې هغې پالیسۍ ته ژمنې دي چې له مخې یې امریکا غواړي د افغانستان ملاتړ وکړي.

دا هغه پالیسۍ دي چې له مخې یې امریکا غواړي په راتلونکو ډیرو کلونو کې د افغانستان ملګرتیا وکړي، دې کې هیڅ د پوښتنې ځای نشته، زمونږ د ارزیابۍ ادارې د سیګار په ګډون ددې پالیسو ملاتړ کوي."


سیګار له دې وړاندې هم په افغانستان کې د پیسو د بې ځایه لګښت په اړه ورته راپورونه خپاره کړي، خو اکثره یې د افغان چارواکو له خوا رد شوي دي.

کارپوهان د امریکا اوسني مالي سیستم ته په کتو وایي، په افغانستان کې د امریکا د مرستو د حیف او میل کیدو امکان ډیر کم دی، او که وي هم په هغه کې خپله بهرنیان لاس لري.
XS
SM
MD
LG