د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۲

اکسفام د افغان ښځینه پولیسو پر کموالي اندیښمنه ده


اکسفام په افغانستان کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د کموالي له کبله اندیښنه ښودلې ده.

دغه اداره وایي، په افغاني ټولنه کې د ښځینه پولیسو په وړاندې منفي لید لوری، د خپلو همکارانو له خوا جنسي ځورونې او تبعیضي چلند د دې سبب شوي چې ښځي د پولیسو لیکو ته ورتلو ته زړه ښه نه کړي.

د اکسفام په یوه نوي راپور کې راغلي چې؛ په افغانستان کې د ښځينه پولیسو فیصدي تر یوه هم کښته ده.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې، په پام کې لري تر راتلونکي یوه کال پورې د ښځينه پولیسو شمېر پنځو زرو ته ورسوي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې د خلکو همکاري ډیره ضروري ده.

په افغانستان کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو د شمېر د لږوالي په اړه نوي اندیښنې داسې مهال راپور ته کیږي چې؛ د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه په تیرو دوو کلونو کې پنځه ویشت فیصده لوړه شوې.

د اکسفام ادارې په خپل نوي راپور کې ویلي چې؛ اوس په افغانستان کې د هرو لسو زرو ښځو لپاره یوه ښځینه پولیسه شته چې دوی یې د هغوي د ستونزو د هواري او د شکایتونو د اوریدو لپاره کافي نه بولي او زیاتوي همدا چاره د دې لامل شوې چې ښځې خپل حقونه په سمه توګه تر لاسه نه کړي.

د اکسفام دغه راپورکې چې د افغان دولت، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او نورو اړوندو کورنیو او بهرنیو ادارو په همکاري په یوه کال کې جوړ شوی، ځینو ځانګړو ستونزو ته اشاره شوې چې ښځې د پولیسو له لیکو راګرځوي.

د اکسفام د پالیسۍ او عدالت غوښتنې مشر شریف عزیزي وایې، د ټولنې منفي لید لوری د دغو ستونزو څخه یوه بیلګه ده:

"د راپور موندنې ښیې چې؛ عمده ستونزې لکه د پولیسو په لیکو کې د جذب شویو ښځو په وړاندې منفي چلند، د نارینه همکارانو له خوا جنسي ځورونې او د پولیسو سره د ښځو د کار کولو په وړاندې د ټولنې تبعیضي چلند هغه ستونزې دي چې؛ د ښځو د جلب او جذب بهیر له خنډ سره مخامخ کوي."

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې روانو ستونزو ته په کتو د ښځینه پولیسو شتون یو جدي ضرورت بلل کیږي، خو تر ډیره د انتقاد ګوته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته نیول کیږي چې؛ د ښځینه پولیسو لپاره یې ډاډمن محیط نه دی برابر کړی.

تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار ډلو د ښځینه پولیسو په وړاندې د ورته ستونزو یادونه کړې وه، خو د کورنیو چارو وزارت هغه انتقادونه رد کړې وه.

دا ځل بیا د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وایې چې؛ د روانو ستونزو د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري ډیره مهمه ده

نوي شمېرې ښیې چې دا مهال د افغانستان د پولیسو په لیکو کې یو سل او اوه پنځوس زره کسان په دندو بوخت دي چې په هغو کې د ښځینه پولیسو شمېر شاوخوا پنځلس سوه دی چې دا تر یوه فیصد هم ټیټه شمېره ده.

افغان دولت په پام کې لري چې؛ تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان د ښځینه پولیسو شمېر پنځو زرو ته ورسوي.

په همدې حال کې د اکسفام اداره وایې د کورنیو چارو وزارت باید دې هدف ته درسیدو لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې پراخ کمپایتونه وکړي، په تشکیلاتو کې دې جدي اصلاحات راولي، د ښځینه پولیسو د پرمختګ او ارتقا لپاره دې ډاډمنه کاري فضا رامنځته کړي او په خپلو کارونو کې دې دپولیسو اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړي.
XS
SM
MD
LG