د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۱

امریکا سوريي ته د کیمیاوي وسلو په اړه خبرداری ورکړ

امریکا وايي، که د سوریې حکومت د یوې اونۍ په ترڅ کې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې نړېوالې ټولنې ته وسپاري، نو امریکا به د دې هېواد پرضد پوځي عملیات ونه کړي.

له بلې خوا روسیې خبرداری ورکړ چې؛ که امریکا پر سوریې حمله وکړي نو په منځني ختیځ کې به تروریستي فعالیتونه زیات او نوي مهاجرتونه به پیل شي.

په همدې حال کې د سوریې ولسمشربشار اسد په یوه نوې مرکه کې امریکا ته د هر راز حملې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې نه یوازې د ده حکومت بلکې په منځني ختیځ کې نور ځواکونه هم ښايي د امریکا پرضد په دفاعي اقداماتو کې برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وايي، که ولسمشر بشار اسد خپلې ټولې کیمیاوي وسلې په یوه اونۍ کې دننه نړېوالې ټولنې ته وسپاري نو سوریه به د امریکا له برید څخه وژغوري.

خو ښاغلي کري چې؛ نن یې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هېګ سره تر کتنې وروسته په لندن کې په یوه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه، دی هېڅ تمه نه لري چې بشاراسد به دې کار ته غاړه کېږدي.

ده دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې آیا د سوریې حکومت د امریکا د پوځي اقدام د مخنیوی لپاره کوم اقدام کولای شي کنه:

"ولسمشراسد کولای شي چې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې په راروانه اونۍ کې نړیوالې ټولنې ته وسپاري. ټولې دې بې له ځنډه وسپاري او د هغو بشپړې محاسبې ته دې اجازه ورکړي. خو دی به داسې یو کار ونکړي او روښانه خبره ده چې داسې یو کار امکان نلري."

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا د سوریې د حکومت پرضد پوځي اقدام به په تروریستي فعالیتونو کې د ناڅاپي زیاتوالي او د کډوالو د یوې نوې څپې د پیل باعث شي.

لاوروف دا څرګندونې نن په مسکو کې د سوریې د بهرنیوچارو له وزیر ولید المعلم سره تر کتنې وروسته وکړې:

"نور او نور سیاسي او دولتي مسوول شخصیتونه زموږ له دې نظر سره یوځای کېږي چې له زوره کار اخیستل به په سوریه او ګاونډیو هېوادونو کې د تروریزم د پراخېدو او د کډوالو په بهیر کې چې لا دمخه د امریکا له خوا د سوریې پر عربي جمهوریت د حملې له اعلان وروسته پیل شوی د ناڅاپي زیاتوالي باعث شي."

دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ پر کانګرس فشار ته دوام ورکوي څو د سوریې د حکومت پرضد دهغه خونړي برید په خاطر چې وايي کیمیاوي وسلې پکې کارول شوي د محدودو پوځي عملیاتو اجازه ورکړي.

لاوروف وویل، مسکو د هغه څه د مخنیوي لپاره چې ده په منځني ختیځ کې ناوړه حالت وباله لازم اقدامات کوي.

له بلې خوا ولسمشر بشاراسد نن خبرداری ورکړ چې د متحدوایالاتو د هرراز برید په صورت کې به تدافعي اقدامات وشي.

اسد له CBS ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل چې د هرڅه امکان شته. ده وویل دفاعي اقدامات ښايي یوازې د ده د حکومت نه بلکې د بېلابېلو سیمه ایزو ځواکونو له خوا وشي. اسد وویل، په سیمه کې بېلابېل سازمانونه، ډلې او ایدیالوژۍ شته.

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي بشپړ ډاډ ښيي چې دمشق ته نژدې د اګست د ۲۱ مې حمله د سوریې دولتي ځواکونو کړې ده، ولسمشر اسد وویل د ده ځواکونه د کیمیاوي وسلې په ځای کې نه و.

اسد وویل، د کېري څرګندونې ده ته هغه ستر درواغ وریادوي چې د ولسمشرجورج ډبلیوبوش د ادارې د بهرنیوچارو وزیر کولین پاول لس کاله مخکې د صدام حسین پر رژیم د امریکا د حملې پرمهال په عراق کې د ډله ییزې وژنې د وسلو په اړه ویلي و.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG