په کونړ کې یو شمېر ښځې او د ښځو چارو ریاست وایي چې؛ په یاد ولایت کې د ښځو لپاره د امن کور نشته او کومې ښځې چې په کورونو کې له زور زیاتي په تنګي او له کوره تېښتې ته اړې شي؛ نو بیا يې په کونړ کې د اوسېدو او پنا اخستلو ځای نه وي.
د کونړ دوه تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل؛ دوی ډېرې نجونې او ښځې لیدلي چې؛ له خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوي. خو کله چې له کورونو وتلي، بیا يې د پنا اخستلو ځای نه وي او له ډېرو ستونزو سره مخ وې.
"زه بسمینه رحماني یم. هغه ښځې چې د خپلو ستونزو په وجه له کوره راوځي او د خپل مشکل حل له پاره د ښځو چارو ریاست ته عریضه کوي؛ خو دلته د ساتلو او اوسېدولو ځای نشته، د ځای د نشتوالي په سبب یوازې له کوره راوتلې ښځه مشکل سره نه وي؛ مخ بلکې د ریاست کارکوونکې مشکلاتو سره مخ وي."
دوی وايي، له کوره راوتلي ښځې د مرګ له ویرې نه بېرته خپلو کورونو ته تللی شي او نه هم په بل ځای کې د ژوند تېرولو لپاره کومه سرپنا لري. نو په همدې اساس په کار دي چې؛ د نورو ولایتونو په څېر په کونړ کې هم د امن کور جوړ شي:
"زه له لوړو چارواکو دا غواړم چې؛ باید د امن کور جوړ شي؛ ځکه چې دا د ټولو ښځو له پاره سهولت دی. هغه ښځې چې په کورونو کې وهل کیږي؛ ټکول کیږي، هغوی له کوره وتلو ته اړ کیږي او دې ته مجبوریږي چې، ځان لپاره خپل ژوند جوړ کړي. باید دغو ښځو ته سرپناه جوړه شي."
په کونړ کې د ښځو چارو رییسه میرمن نسیمه شفیق سادات هم مني چې؛ له کوره فراري شوو ښځو لپاره د ساتلو کوم ځانګړی ځای نه لري او کله چې هم کومه ښځه له کوره وتښتي او دوی ته پناه راوړي، نو دوی يې د ځای د نشتوالي په وجه رنګارنګ مشکلات ګالي.
"هغه متضرري خویندې چې یا د کورني تاوتریخوالي سره مخ دي؛ یا مخامخ کیږي او له لرې سیمو راځي، یايې موږ ته جنايي راسپاري او یا يې کوم بل ارګان راته راسپاري؛ باید زه په تاسف سره ووایم چې، د ساتلو لپاره يې ځای نه لرو."
هغې وویل، دوی د ښځو چارو وزارت او اړوندو ادارو ته دامن کور جوړولو وړاندیز کړی چې؛ یوې موسسې ورته ډاډ ورکړی؛ خو په کونړ کې داسې کسان شته چې؛ دامن کور موجودیت سره مخالفت لري او دغه کسان داسې ګمان کوي چې؛ د ښځو لپاره د شلټر جوړولو سره به له کورونو د ښځو تېښته زیاته شيږ"
"یو تعداد کسان په ولایت کې د ښځو د امن کور سره مخالفت لري؛ کوم کسان چې ورسره مخالفت لري؛ موږ وسره باربار خبرې کړي او هغوی ته مو دامن کور ضرورت روښانه کړی؛ ورته مو وييلي چې، که یوه ښځه یا یوه جینۍ له کوره فرار کوي باید چې د سرپناه لپاره یو ځای ولري. دا به ښه وي چې، د یو او بل کره شپې سبا کړي او که په یوه ځانګړي او امن ځای کې."
په کوړ کې ښځې په داسي حال کې د امن کور غوښتنه کوي چې؛ د مرکز کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې دغه ډول مرکزونه شتون لري او تریوه حده له کورونو د فراري ښځو لپاره سرپناه پیداشوې ده.