د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون د سوریې په وړاندې د امریکا له دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن وايي؛ د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ترلاسه شويو معلوماتو پربنسټ موافقه کړې چې؛ د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو شواهد ډېر موثق دي.
"له پراخو او بېلابېلو سرچینو لاس ته راغلي معلومات تایيدوي چې؛ داسې یوه حمله شوې او له موثقو شواهدو یې ښکاري چې؛ د سوریې رژیم د دې حملې مسوول دی، ځکه یوازې رژیم کیمیاوي وسله او په کافي اندازه د دې وسلې د کارولو امکانات لري."
مېرمن اشټن زیاته کړه چې، له داسې یوه جنایت سره تر مخامخ کېدو وروسته اروپايي ټولنه لاس ترزنې نشي کېناستی:
"یو واضح او قاطع ځواب ضروري دی څو څرګنده شي چې؛ داسې جنایت د زغملو نه دی او عاملان به یې بې سزا پاتې نه شي."
مېرمن اشټن دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره د لیتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو د وزیرانو له پرونۍ کتنې وروسته وکړې.
ښاغلي کېري د مېرمن اشټن وینا د اروپايي ټولنې له خوا یوه قاطع اعلامیه وبلله او ستاینه یې وکړه:
"موږ د سوریې په اړه ددې غونډې د اعلامیې چې د حساب ورکولو د اړتیا په اړه یو قاطع بیان دی مننه کوو. زه مخصوصاً د ولسمشر د څرګندونو او د هغو هڅو لپاره چې د اسد رژیم باید د خپلو اعمالو مسوول وګڼل شي د بهرنیوچارو د وزیرانو د ملاتړ مننه کوم."
په اروپايي ټولنه کې د اسد د رژیم پرضد دپوځي اقدام لپاره د متحدو د پلانونو پرسر اختلاف رامینځ ته شوی. د دې ټولنې زیاتو غړو له امریکا غوښتي دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د ملګروملتو نو د مفتشانو د راپور له بشپړېدو مخکې له هرراز پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.
جرمني ویلي چې په پوځي عملیاتو کې به برخه وانخلي، د برتانیا پارلمان په پوځي حمله کې د برتانیا د ګډون پرضد رایه ورکړه او د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند چې په پیل کې یې له پوځي اقداماتو څخه ملاتړ کاوه د جمعې په ورځ وویل چې د پوځي اقدام په اړه له پرېکړې مخکې به د ملګروملتونو راپور ته انتظار وکړي.
له بلې خوا د نړۍ د رومن کاتولیکو عیسویانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسس وايي چې په سوریه کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه ورځ روژه نیسي.
د عیسوي او غیرعیسوي مذهبي ټولنو د مشرانو، سیاستوالو او عامو خلکو په ګډون لسګونه زره کسانو پرون ماښام د واتیکان په سنت پیترز چوک کې د دعا په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې پاپ یې مشري کوله او څلور ساعته یې دوام وکړ.
د نړۍ په نورو برخو کې هم په کلیساګانو، جوماتونو او کنیسو کې دې ته ورته کوچنۍ غونډې په پام کې دي.
پاپ تېره اونۍ د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل پر مشرانو غږ وکړ چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د بندولو لپاره په ګډه کار وکړي.
پاپ فرانسسس د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته چې د جي شل د سرمشریزې مشري یې کوله، په یوه لیک کې ویلي چې د سوریې جګړه پوځي حل لاره نلري.
پاپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن، د اګسټ په ۲۱ دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو د یوه برید په خاطر چې وايي له څوارلس سوو زیات کسان پکې ووژل شول، پر دمشق د احتمالي پوځي حملې په لټه کې دی.