د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۳

"د څرخي پله په زندان کې د صحي خدماتو د نه شتون په اړه شکایتونه"


د نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي خدماتو کموالی د څرخي پله په زندان کې هغه مساله ده چې؛ زندانیان یې په اړه تل شکایت لري.

په افغانستان کې د زندانونو او توقیف ځایونو ریاست هم دا تاییدوي چې؛ دعامې روغتیا وزارت ملکي ډاکتران په دې برخه کې همکاري نه کوي.

د یاد ریاست عمومي مشر جنرال امیر محمد جمشید آزادۍ راډیو ته وویل؛ که څه هم د څرخي پله په زندان کې صحي مرکزونه او لازم درمل موجود دي، خو موظف ډاکتران دې ته حاضر نه دي چې؛ زندان ته ورشي او د بندیانو درملنه وکړي:

"د صحي چارو کوم پروتوکل چې لاس لیک شوی؛ باید د عامې ورغتیا وزارت د هغه له مخې مخ ته لاړ شي، چې له بدمرغه د عامې روغتیا وزارت تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې؛ منظم یې کړي.

موږ نظامي ډاکتران درلود چې؛ نظامي ډاکتران د اصلاحاتو له مخې په ملکي ډاکترانو تبدیل شول او ملکي ډاکتران باید د عامې روغتیا وزارت له خوا تنظیم شي، چې وزارت یې توظیف کولای نه شي؛ که چېرې ملکي ډاکتران راشي یو څه وخت لپاره کار کوي بیا بیرته ځي."

د راپورنو له مخې دمګړۍ د څرخي پله په زندان کې شاوخوا اته زره بندیان موجود دي.

تر دې پخوا هم زندانیانو د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایتونه کړي او څو څو ځلې یې په دې اړه د نه خوړو اعتصابونه هم کړي وي.

د څرخي پله یو شمېر زندانیان هم شکایت کوي چې؛ د دوی روغتیايي ستونزې نه دي هوارې شوي.

د نصیب الله احمدزي او ملا عبدالله په نوم دوو زندانیانو په ټلیفون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی ته روغتیايي خدمات په نشت حساب دي:

"په هر بلاک کې کلینیک شته. خو ډاکټران په کې نشته او هغه یو شمېر بندیان چې دولتي روابط لري؛ هغه که ډاکټران هم نه وي، هغوی د ډاکټرانو په صفت کار کوي او د غاښونو د تدواۍ لپاره هم مرکز نشته؛ یوازې غاښونه په غیر صحې ډول ایستل کیږي."

خو د عامې روغتیا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل له آزادی راډیو سره په خبرو کې دا ادعاوې بې اساسه وبللي او زیاته یې کړه، دوی په کافي اندازه ډاکتران او نرسان د څرخي پله زندان او نورو زندانونو ته لیږلي؛ خو د زندانونو د مسولینو له خوا ورسره همکاري نه کیږي:

"ډاکتران مو له نرسانو سره یو ځای هلته لیږلي دي؛ خو موږ د زندان د مسوولینو همکاري غواړو، چې د بندي او روغتیايي کارکوونکو تر منځ باید د باور فضا موجوده وي او زموږ ډاکترانو او نرسانو ته باید اجازه ورکړل شي، چې بلاکونو ته ولاړ شي."

چارواکي وايي چې، په افغانستان کې له نیمایي څخه زیات زندانونه معیاري نه دي او په کرایي کورونو کې فعالیت لري.

په اکثرو ولایتونو کې د اوسیدو د ځای خرابوالی هم پر زندانیانو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

خو د زندانونو او توقیف خانو د خونو مسولین وايي، چې د معیاري زندانونو جوړول یې په کاري لومړیتوبونو کې دي، خو ددې کار لپاره پوره بودجه نه لري.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG