د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

"تر یو میلیونو څخه ډېرو خلکو د رایې ورکولو نوي کارتونه اخیستي"


د افغانستان د انتخابات خپلواک کمیسیون وايي د هغو کسانو شمېر له یو ملیون څخه واوښت چې؛ د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخاباتو ته یې نوي کارتونه اخیستي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې؛ د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو لپاره نوي څلور ميلیونه واجد شرایط افغانان باید د رای ورکولو کارتونه واخلي، دا دې اوس دغه کمیسیون اعلان کړی چې تر اوسه د راجستر شویو رای ورکوونکو شمیر څه باندي یو میلیون ته ورسید.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا شمېره یې د افغانستان د څلوردېرشو ولایتونو څخه تر لاسه کړی او وايي چې، اوس هم مرکزونه پرانستي دي او نوم لیکنه دوام لري.

ښاغلي نور وویل چې، له دې شمیرې څخه څلورمه برخه یې ښځي دي.

"د نوم لیکنې پروسه د هېواد په ګوټ کوټ کې په ښه توګه روانه ده؛ تراوسه پورې تر یو میلیون څخه زیاتو کسانو نومونه لیکلي دي؛ چې له دې ډلې څخه دوله لکه او پنځوس زره یې مېرمنې دي."

د کمیسیون چارواکي وايي، په فعالو مرکزونو کې تر دې دمه کومه امنیتي یا تخنیکي ستونزه نه ده پیښه شوې او د خلکو د همکارۍ په اړه خوشبیني ښیي.

د نوم لیکنې په روانه پروسه کې هغو کسانو ته کارتونه ورکول کیږي چې؛ نوي یې د رایې ورکولو شرایط پوره کړي وي او یا یې هم پخواني کارتونه له لاسه ورکړي وي.

په دې پروسه کې د ولایتونو له مرکزونو سربیره په هرې ولسوالۍ کې هم د نوم لیکنې یو یو مرکز پرانستل شوی دی.

د دغو هیلو ترڅنګ د انتخاباتو کمیسیون په ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو یادونه هم کوي چې؛ د دوی د کارونو په وړاندې خنډ ګرځیدلي.

ښاغلی نور وايي، لاتر اوسه هم دې په دې نه دي توانیدي چې؛ په اوو ولسوالیو کې د نوم لیکني مرکزونه فعاله کړي. په هغو کې داسې و لسوالۍ هم شته چې، افغان حکومت هیڅ کنټرول نه په کې لري.

ښاغلی نور د دغو ولسوالیو نومونه اخلي:

"په زابل ولایت کې د کاکړو ولسوالۍ، دیشو او باغران ولسوالۍ په هلمند کې، ناوه په غزني کې او نیکه ولسوالۍ هم په پکتیکا کې ده او د دې ترڅنګ د کاپیسا اله سای ولسوالۍ ته موږ نه یو توانیدلي چې خپل مواد انتقال کړو او همدا شمان تر اوسه پورې د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته مواد او کارکوونکي انتقال شوي، خو د تهدیداتو له امله زموږ مرکز نه دی پرانیستل شوی."

تمه ده د افغانستان ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخابات د را روان کال په حمل میاشت کې تر سره شي. د دغو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړنۍ منډې ترړې که څه هم په رسمي ډول نه دي پیل شوي؛ خو د افغانستان بیلا بیلو ګوندونو او نویو جوړو شویو ایتلافونو خپلې هلې ځلې پیل کړي او غواړي خپل د خوښې وړ کسان کاندید کړي.

د انتخاباتو کمیسیون بیا د دغه بهیر د چمتو والي په درشل کې وویل چې؛ تمه ده د ریاست جمهورۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې رسمي پروسه د سنبلې پر پنځه ویشتمه نېټه پیل شي او تر شلو ورځو پورې دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG