د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۷

پوتین: د سوريې د شاوخوا وضعيت په اړه دې بحث وشي

د شل ډلې د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون د روسيې په سنت پيترزبورګ ښار کې پرانستل شوه.

د نړۍ د شلو پرمختلليو هيوادونو مشران په دې غونډه کې د اقتصادي ودې، کار موندنې، د بانکونو د شفافيت او د ماليې له نه ورکولو سره د مقابلې په اړه خبرې کوي.

د سوريې شخړه د دې ډلې د خبرو په رسمي اجنډا کې شامله نه ده خو اټکل کېږي چې پر سرمشريزې به يې سيوري غوړېدلي وي.

د غونډې په پرانستونکې وينا کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شل ډلې مشرانو ته وړانديز وکړ چې د سوريې د شاوخوا وضعيت په اړه بحث وکړي:

«د غونډې ځينو برخوالو له ما څخه غوښتي پر نورو موضوعاتو، چې زموږ په لومړنۍ اجنډا کې شامل نه دي، خبرو ته وخت او فرصت ورکړم، خو د نړيوالو سياستونو تر ټولو مهمه او ضروري موضوع په ځانګړي ډول د سوريې د شاوخوا وضعيت دي. ما وويل چې سمه ده په دې به په ماښامنۍ کې خبرې وکړو.»

ګومان کېږي چې د امريکا ولسمشربارک اوباما به د کيميايي وسلې د کارولو په خاطر د سوريې رژيم ته د سزا ورکولو لپاره د پوځي اقدام پر اړتيا ټينګار وکړي.

پوتين ويلي چې هر راز پوځي اقدام به يرغل وي.

امريکا وايي چې د دمشق په څنډه کې د اګست د يوويشتمې نېټې په حمله کې د سوريې رژيم له کيميايي وسلې کار اخيستي چې په نتيجه کې يې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امريکا د کانګريس د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د سوريې د رژيم پرضد يو لړ اقدامات تصويب کړل چې پراساس يې د سوريې پر رژيم د هر ډول پوځي اقدام لپاره ۹۰ ورځې مهلت ټاکل شوي خو ويل شوي چې امريکا به له ځمکني ځواکه کار نه اخلي.

په پام کې ده چې دا طرحه راتلونکې اوونۍ د تصويب لپاره مشرانو جرګې ته وړاندې شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG