د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

دفاع وزارت د ټولو موټرو د پلیټونو د بدلون چارې پیل کړي


د افغانستان د دفاع وزارت د ځینو امنیتي پیښو د مخنیوي په هدف د دغه وزارت د ټولو موټرو د پلیټونو د بدلون چارې پیل کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وایې، د دې کار هدف په ښار کې د ترافیکي تخلفاتو او ګڼه ګوڼې مخنیوی هم دی.

یو شمېر پوځي کارپوهان دغه اقدام د دولتي او پوځي موټرو څخه د ناوړه ګټه اخستنې د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

د دفاع وزارت وایي، له متخلفینو سره به قانوني چلند کوي.

د دولتي او پوځي موټرو څخه ناسمه ګټه اخیستنې تر ډیره د نا امنیو په ډیریدو کې د یوه لامل په توګه انتقادونه راپارولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغو موټرو څخه د ناسمې ګټه اخستنې د مخنیوي په هدف په یوه نوي اقدام کې د وزارت ټولو موټرو ته سپارښتنه کړې چې؛ له نویو جوړو شویو نمبر پليټونو څخه استفاده وکړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې؛ د نویو موټرو په پلیټونو کې د پخوانیو هغو سره توپیر شته چې؛ د ده په خبره هیڅ څوک به ونشي کولای له هغه څخه ناسمه ګټه واخلي:

"توپیر یې دا دی چې؛ پر هغه باندي د ملي اردو یو نشان دی او هغه ټول علایم یې ښیې چې دا په ملي اردو پوري مربوط موټر دی.

له نشان سره یو غروب هم لیدل کیږي او بل دا چې مسلسله شمېره لري. له خپله وزیر څخه نیولې بیا همداسي کښته راځي. مثلا جنرالانو ته اول، دویم، دریم، څلورم، پنځم او داسي نور دي. نو په دې ډول دا پلیټونه ډیر اسانه علایم لري."


په افغانستان کې د روانو ناکراریو په ترڅ کې تر ډیره لیدل شوي چې؛ وسلوالو مخالفینو د ملي پوځ یا ملي پولیسو موټر ترلاسه کړي او بیا له هغوي څخه د خپلو اهدافو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.

یوازې دا نه بلکې وسلوالو مخالفینو د پوځ او پولیسو له یونیفورمه هم ډیر ځله د وسلوالو بریدونو په ترسره کولو کې کار اخیستی دی او هم یې په نیول شویو موټرو کې دغسې بریدګر له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي دي، خو د دفاع وزارت چارواکي ټینګار کوي چې؛ د موټرو د پلیټونو بدلول به دغه ډول پیښې تر ډیره راکمي یا بیخي له منځه یوسي.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان د دفاع وزارت دغه اقدام ستایي. جنرال عتیق الله امر خیل ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا چاره به د امنیتي پیښو په کموالي کې اغیز وکړي خو شرط لري:

"دا د نمبر پلیټ تبدیلیدل ډیر موثر دي، ډیر ښه دي خو شرط یې دا دی چې که چېرته جوړیږي باید د هغه ځای امنیت وساتل شي ځکه په هغه ځای کې هم دوياو هم مخالفین کولای شي داسي پلیټونه جوړ کړي.

پلیټونه باید اضافي جوړ نشي، په هغه اندازه وي چې د دوي د موټرو او وسایطو تعداد دي. بل د بهترین نظم د راوستلو لپاره باید دوی په خپله قطعه کې کله چې یو موټر یا خدمتي یا په هر ډول له یو چا سره ځي دهغو د خط السیر په نوم باید یوه کتابچه ولري، چې هره ورځ په همدې کتابچه کې د دوي خط السیر ولیکل شي نو څوک به هغو څخه ناسمه ګټه پورته نشي کړای."


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دا چاره یې له څه مودې راپدې خوا پیل کړې او وایې دا مهال د ملي دفاع وزارت ډیرو موټرو ته نوي پلیټونه ورکول شوي دي.

دوی واېي، که چېرې کوم موټر له زاړه پلیټ سره ولیدل شي نو قانوني سزا به ورکړل شي.

که څه هم د دفاع وزارت په ټینګار سره وایي چې؛ دا چاره به د امنیت ترڅنګ د ترافیکي تخلفاتو په کمولو کې هم ډیر اغیزمن وي، خو لا تراوسه هم داسې نه ښکاري چې دغو نویو پليټونو دې د یادو اهدافو هم ترافیکي او هم ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي په برخه کې څه بدلون راوستی وي.
XS
SM
MD
LG