د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

پوتین: مسکو به د سوریي په اړه د م.م د پریکړه لیک ملاتړ په یوه شرط وکړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې؛ مسکو به پر سوریي د پوځي حملې لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک ملاتړ وکړي که ثابته کړي چې دمشق پر خپلو خلکو زهرجن ګاز استعمال کړی دی:

"که موږ بې طرفه واوسو او په دې اړه چې چا دغه جنایت ترسره کړی، کره معلومات ترلاسه کړو، نو باید عکس العمل ښکاره شي.

خو په اوس وخت کې چې که موږ د دغه کار وړاندیز وکړو دا به درسته نه وي. خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به خپل اصولي دریځ غوره کړو او غواړم ووایم چې؛ دغه دریځ دا دی چې د ډله ییزې وژنې د وسلو استعمال یو جنایت دی."


پوتین د سوریې او نورو موضوعاتو په اړه یو لړ څرګندونې په سانت پترزبورګ کې د جي شل د غونډې په درشل کې له اسوشیتید پرس اژانس او د روسیې لومړني ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وکړې.

پوتین لویدیځ ته د هغه څه په خاطر چې ده په سوریه کې یو اړخیز بللی خبرداری ورکړ او دا پوښتنه یې راپورته کړه چې؛ یو شمېر دغو هېوادونو به څه ډول عکس العمل ښکاره کاوه که دا ثابته شوې وای چې؛ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ضد وسله والو دغه د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.

پوتین وویل، ایا د امریکا متحده ایالاتو به دغو وسله والو ته د وسلو ورکړه درولې او پرضد به یې پوځي عملیات پیل کړي وای؟

پوتین دغه راز وویل چې؛ مسکو دمشق ته د ایس درې سوه په نوم له ځمکې نه هوا ته د دفاعي سیستم یو شمېر وسایل ورکړي خو د نورو ورکړه یې درولې ده.

د روسیې ولسمشرد بارک اوباما پرهغې پریکړې چې؛ د جي شل له غونډې مخکې یې په مسکو کې له ده سره کتنه لغو کړې، خواشیني څرګنده کړه.

پوتین وویل، دی هیله من دی چې دوي به په سانت پترزبورګ کې د سوریې او نورو مسلو پرسرجدي خبرې وکړې.

یوه له دغو مسلو څخه د امریکا د ملي امنیت د پخواني قراردادي ادوارد سنودن مساله ده چې روسیې ورته په موقت ډول سیاسي پناه ورکړې ده.

واشنګټن له مسکوه غواړي نوموړی ور وسپاري چې په نړۍ کې د امریکا د څارنې د پټ پروګرام د افشا کیدو په خاطر یې محاکمه کړي.

روسیې او چین پر سورېې د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک مخه ونیوله چې له ملکي وګړو د دفاع لپاره یې پوځي اقدام ته اجازه ورکوله.

د امریکا ولسشمربارک اوباما په سوریه کې د پوځي محدودې مداخلې خبره کړې او له کانګرس څخه یې غوښتي دي چې دغه پوځي اقدام ته اجازه ورکړي.

د امریکا د مشرانو جرګی د بهرنیو اړیکو کمیټې پرون د هغه پریکړه لیک مسوده تایید کړه چې د کیماوي وسلو د استعمال په خاطرپردمشق محدودې پوځي مداخلې ته اجازه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو پرون د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل، که واشنګټن اقدام ونکړي د متحده ایالاتو او متحدینو حیثیت او اعتبارته به زیان ورسیږي.

د امریکا متحده ایالات وایي چې د اسد رژیم د اګست په ۲۱ د دمشق په لمنه کې کیماوي ګاز کارولی چې د واشنګټن په وینا له ۱۴۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.

د سوریې حکومت په کراتو کراتو د کیماوي وسلو د استعمال خبره رد کړې ده.
XS
SM
MD
LG