راپور: مجيب الرحمن حبيب زى- مزارشريف
په مزارشريف كې د متحده ايالاتو قونسل په افغانستان كې د راتلونكو شفافو ټاكنو او د فساد د لمنځه وړلو غوښتونكى شو.
په شمال كې امريكايي ديپلومات پيتر كاستنر د فساد د كچې نه ټيټوالى افغانستان ته د خپل هېواد او نړېوالې ټولنې د مرستو كمښت په مفهوم بولي.
په شمال كې د متحده ايالاتو استازى پيتر كاستنر چې؛ په مزارشريف كې د اداري او مالي فساد سره د حقوقي ظرفيت د لوړوالي په كنفرانس كې خبرې كولې ده وويل، چې امريكا د دې په هڅه كې ده ترڅو په افغانستان كې د راتلونكې كال لپاره د جمهوري رياست ټاكنې له درغلی پرته او په شفاف ډول په لاره واچول شي، ښاغلي پيتروويل:
"زه پردې موضوع تاكيد كوم چې؛ په راتلونكو ټاكنو كې به متحده ايالات له هيڅ يوه كانديد او اتلاف څخه ملاټر به ونه كړي خو زموږ هغه به دا وي ترڅو د شفاف او عادلانه ټاكنو د ترسره كېدو په خاطر افغان دولت او د ټاكنو كميسيون سره مرسته وكړو."
د هېواد شمال ته د امريكا ملكي استازي همدا رنګه په افغانستان كې د اداري فساد د كچې په ټيټوالي د تاكيد سربېره وويل: د توكيو كنفرانس د توافق له مخې كه په څو راتلونكو مياشتو كې افغان دولت د فساد سطح را ټيټه نكړي دا به دنړېوالې ټولنې د مرستو د كمښت او ځنډولو په معنا وي:
" كه كله هم د فساد شتون د نړوالې ټولنې د كمكونو او دې اقتصادي پراختيا په وړاندې كوم ممانعت رامنځ تكړي .هو د دې امكان شته چې افغانستان ته د نړوالې ټولنې مرستې بندې شي او يا هم وځنډول شي."
سربېره پر دې چې ښاغلى پېتر په افغانستان كې د راتلونكي كال د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د ټاكنو په شفافيت باندې خبرې وكړې .ده په دې هېواد كې د پراخ فساد د موجوديت په اړه وويل:
ترهغه چې اداري او مالي فساد په موقع له افغانستان څخه له منځه لاړ نشي .دا موضوع به د افغانستان د هر اړخيزې پراختيا لويه مانع وي. خو سياسي كتونكي په بلخ كې د امريكا ددې لوړ رتبه استازي دې وينا لپاره بل ډول تحليل لري پدې اړه په بلخ كې د سياسي چارو كارپوه نبي اثير آزادي راديو ته داسې وويل:
"د افغانستان حكومت د بهرنيانو په مرسته او ددوى لخوا رامنځته شوى دي او هغوي ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي دې هېواد ته كمك كړى او ترې خپل حمايت يې څرګند كړى خو كه كله هم افغان دولت د هغوى غوښتنې برابرې نكړي نو واقعآ دوى به خپلې مرستې ودروي."
په داسې حال كې د افغانستان د مالي او نظامي برخو تر ټولو لوى دمرسته كوونكي هېواد استازى وايي.چې په افغانستان كې د فساد موجوديت ددې باعث كيږي تر څو دې هېواد ته د نړېوالې ټولنې مرستې وځنډولو شي ، چې په دې ورستيو كې د فساد د كچې ټيټوالي لپاره مختلف بنسټونه له هغې جملې د پارلمان وكيلانو هڅو زور اخيستى او شنونكي دا كار د قناعت وړ نه بولي او په دې باور دي چې؛ د فساد لمنځه وړل د دولت په دستګاه كې يوه بنسټيز بدلون ته اړتيا لري، چې دا هدف يواځې د ټاكنو په ترسره كېدو او د نوي دولت په رامنځته كېدو سره ممكن دى.