د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د کانکور ازموینې په بهیر کې د زورواکو لاس وهنې


د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنې د کانکور ازموینې څرنګوالي او په دغه بهیر کې د زورواکو لاس وهنو ته اندیښنه څرګنده کړه.

د دې ټولنې غړو د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې انتقاد وکړ چې؛ د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانیدلې چې د کانکور ازموینې لپاره مسلکي کسان وګماري او د زورواکو د مداخلې مخه ونیسي.

خو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي بیا کانکور یوه ملي پروسه بولي او وايي چې؛ په کانکور ازموینه کې د ستونزو مخنیوي لپاره ګټورې لارې چارې په نظر کې لري.

په افغانستان کې د ۱۳۹۲ کال د کانکور ازموینې په رانږدې کېدو یو ځلي بیا د دې پروسې د شفافیت او سهمیې په اړه د خلکو اندیښنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنې د سې شنبې په ورځ د کانکور په پروسه کې د پرتو ستونزو د هواري لپاره د لوړو زده کړو وزارت هڅې ناکافي او بې ګټې وګڼلې او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې غړي نجیب الله امرخیل په ولایتونو کې د کانکور له سهمې او په دې برخه کې له تخنیکي ستونزو انتقاد وکړ:

«په ولایتونو کې د توازن نشتون یوه ویرونکې بې عدالتي ښايې، لکه څنګه چې په ځنیو ولایتونو کې والیان، قومندانان، د ملي شورا غړي، د کانکور په ازموینه کې مداخله کوي، د کانکور چاپ شوي پارچې ویشل کېږي او استادانو ته سپکې سپورې خبرې کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د زورکانو د خوشالی په خاطر دغې ملي پروسې ته پام نه کوي او مسلکي معیارونه د استادانو په جزب کې په نظر کې نه نیسي.»

دغه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې؛ تمه ده د روان ۱۳۹۲ کال د کانکور ازموینه په راتلونکو څو میاشتو کې واخیستل شي.

په ۱۳۹۱ کال کې د کانکور ازموینې له اعلان وروسته د دولسمو ټولګیو سلګونه فارغان بې نتیجې اعلان شول چې؛ دغه کار د خلکو اعتراضونه راوپارول او د دې کانکور د لغوه کېدو غوښتنه هم وشوه.

خو دا مهال د لوړو زده کړو وزارت چارواکې وايي چې؛ په کانکور کې د دغو ستونزو د حل لپاره یوه طرحه جوړه شوې چې له مخې به يي له دې وروسته کانکور ازموینه د سهمېې په اساس اخیستل کېږي.

له بلې خوا د افغانستان د پوهنتونونو د اتحاديي استادان د کانکور ازموینې لپاره د یوې مستقلې کمیټې د جوړیدو غوښتنه کوي.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نور بخش له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ دوي د پوهنتونونو د استادانو په ګډون بېلابېلې جلسې کړي او د ستونزو د حل لپاره يي خپلې هڅې کړي دي:

«موږ د کانکور ښه والي لپاره یوه پریکړه لیک دلوده چې دکانکور یوه ملي کمیټه جوړه شي،خو متاسفانه نه پوهیږم چې ولي یوځلې بیا دغه خبري د لوړو زده کړو وزارت ته اشاره کېږي چې د کانکور ملي کمیټه جوړه شي، په داسې حال کې چې موږ دغه اقدامات له مخکې ترسره کړې دي.»

په دې وروستیو کې هر کال د دولسمو ټولګیو زرګونه فارغان بې نتیجې پاته کېږي چې یوازنې علت یې د پوهنتونونو کموالی دی.

که څه هم د دولتي پوهنتونونو سربیره دا مهال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم فعالیت کوي، خو اکثره افغانان د بې وزلې له امله په دې پوهنتونونو کې زده کړې نه شي کولای.

راپور : ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG