په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو له مشرانو جرګې څخه وغوښتل چې؛ پر سوریې پوځي مداخلې ته اجازه ورکړي، ولسمشر بارک اوباما ډاډ څرګند کړ چې؛ کانګرس به له دې کارسره موافقه وکړي.
اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې د کانګرس د دواړو جرګو له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړې او د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو یې هم د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې ګډون کړی و.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک ډاډ څرګند کړ چې؛ وبه کولای شي له کانګرس سره په ګډه کار وکړي چې په سوریه کې د محدودې پوځي مداخلې لپاره اجازه صادره کړي.
اوباما دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې د مشرانو او استازیو جرګو له مشرانو سره په کتنه وکړه:
"اساسي مساله چې د امریکا خلکو ته غواړم پرې ټینګار وکړم دا ده چې؛ هغه پوځي پلان چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پرې کار کړی دی زما په فکر مناسب او متناسب دی.
دغه پلان محدود دی او په کې ځمکني عملیات نه دي شامل. دا عراق یا افغانستان نه دی. دا یو محدود او مناسب اقدام دی چې نه یواځې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم بلکه هغو نورو هېوادونو ته به هم ښکاره پیغام ورکړي چې ښایي لیواله وي دغه نړېوال نورمونه وازموي، چې دا کارعواقب لري."
د کانګرس د استازیو جرګې مشر جمهوري غوښتونکې جان بوینر چې د سپینې ماڼۍ په غونډه کې یې ګډون کړی و، پر سوریې د اقدام لپاره د اوباما د غوښتنې ملاتړ وکړ:
"زه به د یوه اقدام لپاره د ولسشمرد غوښتنې ملاتړوکړم. زما په عقیده زما همکاران به هم د دغه اقدام ملاتړوکړي. موږپه نړۍ کې دښمنان لروچې دې ته اړتیالري په دې پوه شي چې موږدا ډول عمل نشو زغملی.
موږ دغه راز په نړۍ او سیمه کې متحدین لرو چې؛ دوي هم غواړي په دې پوه شي چې امریکا به هلته وي او د اړتیا په صورت کې به اقدام ته چمتو وي."
په استازو جرګه کې د ډ موکراتانو مشرې نانسي پلوسي وویل، دا فکرنه کوي چې کانګرس به هغه مسوده تصویب نکړي چې؛ د قوي استعمال ته اجازه ورکوي او زیاته یې کړه د ډله ییزې وژنې د وسلو د کارولو مخنیوی زموږ د ملي امنیت اساس جوړوي.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له مشرانو جرګې څخه وغوښتل چې؛ د ولسمشر بارک اوباما له وړاندیز سره سم پر سوریې د محدودې پوځي مداخلې لپاره پریکړه لیک تصویب کړي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميتې استماعیه غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، نړۍ متحده ایالات څاري چې ایا دا هېواد به ظاهرا په سوریه کې د کېمیاوي وسلو د حملو په وړاندې د ده په وینا پر وجدان حملې ته څه ډول ځواب وایي.
کري وویل، په دې کار کې ناکامي به تروریستان، ایران او شمالي کوریا زړور کړي. د دفاع وزیر چک هیګل وویل، پوځي حمله به وکولای شي چې د کېمیاوي وسلو د حملوپه ترسره کولو کې د اسد د رژیم وړتیا کمزورې کړي.
د امریکا متحده ایالات وایي چې د اسد رژیم د اګست په ۲۱ د دمشق په لمنه کې کېماوي ګاز کارولی چې د واشنګټن په وینا له ۱۴۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.
فرانسې چې د سوریې په کړکېچ کې د امریکا نژدې متحده شوې، د دوشنبې په ورځ د استخباراتو یوراپورخپورکړچې د دغې حملې پړه د اسد پررژیم اچوي.
روسیې چې له چېن سره یوځای یې د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د اسد د رژیم پرضد د پریکړه لیک د صادریدو مخه ونیوله، د دوشنبې په ورځ وویل، تراوسه پورې یې هیڅ قناعت ندی حاصل شوی چې دغه حمله به د اسد ځواکونو کړې وي.
چېن د یو اړ خیز پوځي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغسې یو اقدام به ډير خطرونه ولري.
د سوریې حکومت په کراتو کراتو د کېماوي وسلو د استعمال خبره رد کړې ده.