د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له مشرانو جرګې وغوښتل چې؛ د ولسمشر بارک اوباما له وړاندیز سره سم پر سوریې د محدودې پوځي مداخلې لپاره پریکړه لیک تصویب کړي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميټې استماعیه غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، نړۍ متحده ایالات څاري چې ایا دا هېواد به ظاهرا په سوریه کې د کېمیاوي وسلو د حملو په وړاندې، د ده په وینا پر وجدان حملې ته څه ډول ځواب وایي.
کري وویل، په دې کار کې ناکامي به تروریستان، ایران او شمالي کوریا زړور کړي. د دفاع وزیرچک هیګل وویل، پوځي حمله به وکولای شي چې د کېمیاوي وسلو د حملو په ترسره کولو کې د اسد د رژیم وړتیا کمزورې کړي.
په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما ډاډ څرګند کړ چې؛ وبه کولای شي له کانګرس سره کار وکړي چې پر سوریې پوځي محدودې مداخلې ته اجازه ورکړي.
اوباما دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې د مشرانو او استازیو جرګو له مشرانو سره په کتنه کې وکړه.
اوباما وویل دی هیله من دی چې پوځي اقدام به اوس او راتلونکې کې د کېمیاوي وسلو د استعمال په برخه کې د سوریې د ولسشمر بشارالاسد قابلیت کمزوری کړي:
"دغه پوځي اقدام به موږته دا توان راکړي چې د کېماوي وسلو د استعمال په برخه کې د اسد توانایي کمزورې کړو.
دغه اقدام همدا شان له هغې پراخې ستراتیژۍ سره سرخوري چې له مخې به یې موږ دا ډاډ ترلاسه کړو چې؛ د وخت په تیریدو سره هغسې چې ورته اړتیا ده، مخالفین، ډيپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي فشارونه پیاوړي شي ترڅو بالاخره یوه داسې انتقال ته لاره هواره شي چې په نتیجه کې یې نه یواځې په سوریه بلکې سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي."
کانګرس به راتلونکې اونۍ پرسوریې د پوځي اقدام په اړه رایې واخلي.
واشنګټن وایي، د اسد رژیم د اګست په ۲۱ د دمشق په لمنه کې کېمیاوي ګاز کارولی چې له ۱۴۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بریتانیا صدراعظم یو وار بیا پر سوریې د پوځي اقدام ملاتړ وکړ.
اولاند په پاریس کې وویل:
"د یوه ایتلاف جوړیدل د امریکا د کانګرس په پریکړې پورې تړلی دی.
که د کانګرس پریکړه منفي وي، فرانسه به په یواځې سرعمل ونکړي بلکه خپل مسولیتونه به پرځای کړي.)
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون رویترز اژانس ته وویل، دا چې د دې هېواد پارلمان پر سوریې له پوځي اقدام سره مخالف وښود دا مانا نه لري چې بریتانیا به لاس تر زنې کښیني بلکه بریتانیا سوریې ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې دوهمه مرستندویه ده اودغو هڅو ته به دوام ورکړي.