د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د درملو نړیوال نندارتون پرانستل شو


په کابل کې د سه شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د درملو یو نړیوال نندارتو پرانستل شو.

دغه نندارتون د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې له خوا د درې ورځو لپاره جوړ شو.

په افغانستان کې د درملو دغه نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې؛ خلک د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته درملو د موجویت په اړه شکایتونه لري.

د دې نندارتون د پرانستلو په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس هم هیواد ته د بې کیفیته درملو واردول یوه لویه ستونزه وبلله.

محمد قربان حقجو وویل چې؛ افغانستان ته واردیدونکي څلویښت فیصده درمل یا بې کیفیته وي او یا یې هم تاریخ تیر وي.

"د افغانستان د روغتیا څانګه له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ ده؛ لا هم ګڼ شمېر افغانان ښو روغتیایي خدماتو د نه لاس لرلو له امله شکایت کوي.

یو شمېر د ټیټ کیفیت درملو له امله شکایت کوي؛ نه یواځې دا چې بې کیفیته بلکې په افغانستان کې درمل اصلاً په درملو کې نه حسابیږي، په ځانګړې توګه هغه درمل چې له ګاونډیو هیوادونو واردیږي.

نوم یې دوا وي، خو په ترکیب کې یې داسې څه وي چې هغه د انسان لپاره ډير مضر وي؛ د دې ترڅنګ چې کیفیت نلري تاریخ یې هم تیر وي."


خو په کابل کې د درملو د نړیوال نندارتون جوړونکي هیله ښيي چې؛ دا نندارتون به افغانستان ته د بې کیفیته درملو د واردیدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د درملو نړیوال نندارتون د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له له خوا په کابل کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

په نندارتون کې د افغانستان، پاکستان، ایران، هندوستان، ترکیې، جرمني او چک شاوخوا اویا شرکتونو خپل درمل نندارې ته ایښي دي.

د نندارتون د جوړوونکو د معلوماتو له مخې دا شرکتونه هڅه کوي؛ په افغانستان کې خپلو تولیداتو ته بازار پیدا کړي او دې هېواد ته درمل وارد کړي.

په نندارتون کې د بیلابیلو ناروغیو، ویښتانو او جلد بیلابیل درمل ایښودل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین هم په هیواد کې د دې ډول نندارتونو جوړول د درملو د کیفیت د لوړولو په برخه کې ګټور بولي.

خو د دې وزارت مسلکي مرستیال احمد جان نعیم بیا دا خبره رد کړه چې؛ افغانستان ته اکثره واردیدونکي درمل بې کیفیته وي.

"د درملو د کیفیت په هکله هر څوګ هر ډول قضاوت کوي؛ دواخانې ته ځي چې د دوا پوښ ښکلی نه وي؛ وایي بې کیفیته ده.

هغه څیړنې چې په دوه زره لسم م کال کې د یوې امریکایي موسسې له خوا شوي ښيي چې؛ پنځه فیصده درمل بې کیفیته دي چې دا ډیر کم درمل دي.

زه نه پوهیږم چې خلک د څه له مخې قضاوت کوي چې؛ دا درمل بې کیفیته دي دا یو لابراتوار ته اړتیا لري چې ویې ګوري چې کیفیت لري او کنه."


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې دا هېواد د خپلې اړتیا وړ یوازې دوه فیصده درمل په خپله تولیدوي او نور له بیلایبلو هیواونو په خاصه توګه ایران او پاکستان څخه واردوي.

ځینې کتوونکي وايي چې، په افغانستان کې باید د درملو تولید ته لا زیاته پاملرنه وشي، تر څو یې په دې برخه کې په نورو هیوادونو اتکا یو څه راکمه شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG