د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د معایي معدې د تشخیص مرکز پرانیستل شو


د کابل په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې نن د معدې د ناروغیو د تشخیص لپاره مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې؛ دغه مرکز د سلواک هېواد په ۳۵۰ زرو یورو جوړ شوی چې په مجهزو طبي وسایلو سمبال دی.

د عامې روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل وویل چې؛ په دې مرکز کې به د معدې د ځینو هغو ناروغیو درملنه کیږي چې؛ پخوا په افغانستان کې نشوای کیدای.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي، د معدې د ناروغیو تشخیص او تداوي لپاره د دغه مرکز جوړیدل مهم ګڼي او وايي چې؛ په دې مرکز کې به د ناروغانو وړیا معاینات کیږي.

د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ په وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې؛ په دې مرکز کې به د معدې خطرناکې ناروغی تشخیص او تداوي کیږي.

میرمن دلیل د دې مرکز د فعالیتونو په اړه وویل:

«دا یوه تشخیصي برخه ده، چې ناروغان په کې نه بستریږی، یعنې د ناروغانو عمومي معاینات کیږي او له دې لارې د معدې هضمې جهاز د ټکنالوژی له لارې به ولیدل شي، ترڅو معلوم شي چې په ناروغ کې کوم ډول ناروغي شته او د دغه مرکز جوړیدل به ډاکټرانو سره په تداوی او تشخیص کې ډيره مرسته وکړي.»

د عامې روغتیا وزیره وايي، د دې مرکز د تجهیزاتو د استفادي په برخه کې د سلواک هېواد څو تنه افغان ډاکټران هم روزلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې یاد مرکز د سلواک هېواد په ۳۵۰ زرو یورو جوړ شوی چې؛ د الټراسونډ، اندسکوپي، پتالوژي او لابرتوار په برخو کې مجهز وسایل لري.

د وزیرمحمد اکبر خان روغتون تقریبا پنځوس کاله مخکي دپخوانۍ چکوسلواکیا په مرسته جوړ شوی و.

د عامې روغتیا وزارت د معدې د ناروغیو تشخیص په برخه کې د دې مرکز جوړیدل له افغانستان سره د سلواک پخوانی همکاري ګڼي.

په دې مراسمو کې په کابل کې د سلواک سفیر جان بوري ډاډ ورکړ چې؛ له افغانستان سره به په راتلونکې کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي:

« په نظر کې لرو چې له خپلو ملګرو هیوادونو سره مرسته وکړو،خو افغانستان ته دلمړیتوب حق ورکو،ترڅو د دي هیواد وګړې دصحت او تعلیم او تربې په برخو کې خپل مسولیتونه واخلي،په افغانستان کې دیوه ښه راتلونکې لپاره ،او خلکو ته دکاري فرصتونو برابرولو په برخه کې غواړو یوه کوچنی برخه ولرو.»

ښاغلي بوري همدارنګه وویل چې په نظر کې لري تر څو په راتلونکې کې ځیني افغان ډاکټران د تخصص ترلاسه کولو لپاره سلواک ته ولیږي او ترڅنګ يي غواړي چې د انتاني ناروغیو لپاره یو روغتون هم په افغانستان کې جوړ کړي.

که څه هم دامهال په هیواد کې خصوصي روغتونونه پدې برخه کې تداوي او تشخیص کوي خو خلک وايي چې خصوصي روغتونونه د دي ترڅنګ چې ډيري پیسې اخلي په ځنیو مواردو کې ښه تشخیص هم نشي کولای.

ځيني ناروغان بیا د ډاکټرانو له کمو وړتیاو هم شکایت کوي چې د پرمختللو وسایلو په استفادي نه پوهیږي.

دوي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دولتي روغتونونو کې د مجهزو وسایلو دبرابرولو ترڅنګ ډاکټرانو ته هم په مسلکي ډول روزنه ورکړي.

ناجیه ساپۍ ـ کابل
XS
SM
MD
LG