د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د م.م یو هیات په عراق کې د ایرانیانو پر کمپ شوی وروستی برید څېړي

د ملګرو ملتونو د سازمان یو هیات عراق ته روان شوی؛ تر څو د هغه هیواد په "دیاله" ولایت کې د تبعید شویو ایرانیانو په یوه کمپ کې د وروستۍ نښتې په اړه څيړنه وکړي.

د کمپ اوسیدونکو ادعا کړې چې؛ د عراق امنیتي ځواکونو په پرونۍ حمله کې لسګونو تنه وژلي؛ خو عراقي چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

د عراق صدراعظم نوري المالکي هم وویل چې؛ د یک شنبې د پيښې په اړه خپلې څیړنې پيل کړې دي.

په دې ورځ د عراق په دیاله ولایت کې د تبعید شویو ایرانیانو په کمپ کې د نښتو په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي او د تلفاتو شمیر یې لا هم دقیق نه دی څرګند شوی.

د ایران د مجاهدین خلق ډلې پرون وویل چې؛ د یک شنبې په ورځ په دې نښته کې د دوي لږترلږه (۵۲) ملګري وژل شوي دي.

د مجاهدین خلق یوه ویاند ویلي چې؛ دا کسان د یک شنبې په سهار په دیاله ولایت کې پر کمپ اشرف د عراقي ځواکونو په حمله کې ووژل شول.

د عراق په دیاله ولایت کې د تبعید شویو ایرانیانو په دې کمپ کې د مجاهدین خلق د ډلې څه نا څه سل غړي میشت دي.

د عراق حکومت په خپل هیواد کې د ایران د مجاهدین خلق د ډلې د غړو شتوالی غیر قانوني ګڼي او د دې ډلې د غړو څخه يې غوښتنه کړې چې؛ له عراقه ووزي.

امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون په کمپ اشرف کې دا پيښه چې د رپوټونو پر اساس د کمپ زیات شمېر اوسیدونکي په کې وژل شوي او زخمیان دي، وحشتناکه بللې او غندلې یې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چې هڅه کوي په کمپ اشرف کې میشت ایرانیان له دې هیواده وباسي او بل چیرته د هغو ي د ځاي پر ځاي کولو مسولیت لري، دا پيښه غندلې ده.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت خبر پاڼه د پيښې د عاملینو پر محاکمه کېدو ټينګار کوي؛ خو یوه لوري هم د پيښې پړه پر چا نه ده وراچولې.

عراقي چارواکو ویلي چې، کمپ اشرف ته د دوی ځواکونه نه دي ننوتلي او ټينګار یې کړی چې، هلته ښايي د تیلو یا د ګاز د ډبو د چاودنه شوې وي او یا هم ښايي د هاوان د ګولیو لګیدو له امله تلفات پيښ شوي وي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ویاندې نن د فرانسې خبري اژآنس ته ویلي چې؛ د دوی استازي اشرف کمپ ته تللي او د حقیقت موندلو هڅه به وکړي.

د نوري المالکي ویاند هم ویلي چې؛ د یک شنبې په ماښام یې تحقیقات پيل کړي او په را روانو ورځو کې به یې رپوټ وړاندې کړي.

سږکال د مجاهدین خلق د غړو پر یوه بل کمپ هم د هاوان مرمۍ ولګیدې چې؛ اته تنه په کې ووژل شول.

د عراق حکومت وايي، د یک شنبې په ورځ پر کمپ اشرف د هاوان ګولۍ لګیدلې او تر هغه وروسته د کمپ اوسیدونکو په سیمه کې د عسکرو پر یوه پوسته حمله کړې، درې عسکر یې وژلي او څلور نور یې زخمیان کړي دي.

عراقي چارواکي وايي چې، هیڅ عسکر کمپ ته نه دی داخل شوی.

خو د مجاهدین خلق ډلې ویلي چې، عراقي ځواکونو په کمپ کې په قتل عام لاس پورې کړې او بغداد ته نږدې د دې ډلې د یوه بل کمپ غړو نن غذايي اعتصاب پيل کړی دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG