د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

"امریکا باید د سوریې رژیم پر ضد پوځي اقدام وکړي"

د امریکا د متحدو ایالاتوجمهور رییس بارک په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د محدود پوځي اقدام پریکړه اعلان کړه.

اوباما وايي دا پریکړه يې د امریکا د استخباراتو د ادارې تر هغو رپوټونو وروسته وکړه؛ چې وايي، داسې څرګندیږي چې د بشار الاسد رژیم ځواکونو په دمشق کې د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.

"ما تر محتاطانه غور وروسته پریکړه وکړه چې د امریکا متحد ایالات باید د سوریې د رژیم د اهدافو پر ضد پوځي اقدام وکړي. دا به اوږدمهالې مداخله نه وي. موږ خپل عسکر هلته نه ور استوو بلکه دا به د وخت او پراختیا له پلوه محدود اقدام وي. خو زه باور لرم چې د بشارالاسد رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال په خاطر مسول ګڼلای شو او ځواب ورڅخه وغواړو."

جمهور ریس بارک اوباما زیاته کړه چې دا مسله به د تایید لپاره د دې هیواد کانګرس ته وړاندې کړي.

ولسمشر اوباما چې په سپينه ماڼۍ کې یې خبرې کولې وویل:

"سره له دې چې زه باور لرم، د کانګرس له تاییده پرته د دې پوځي اقدام د ترسره کولو صلاحیت لرم خو زه پوهیږم چې هیواد به هغه وخت لا پياوړي وي چې موږ دا لاره غوره کړو او زموږ کار به هغه وخت لا زیات قوت ولري."

د کانګرس غړي د سپټمبر په نهمه د دوبي له رخصتۍ بیرته ستنیږي او ټاکل شوې چې په سوریه کې د رژیم پر ضد د قوې څخه د کار اخیستلو په اړه بحث په هماغه اونۍ کې پيل شي.

د کانګرس غړو د جمهور رییس اوباما د دې پریکړې هرکلی کړی چې؛ غواړي پر دې مساله د دوي تایید واخلي.

د ښاغلي اوباما په وینا، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د امریکا پوځي عملیات به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک او تایید د په پام کې نیول څخه پرته ترسره شي.

د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو حمله رد کړې او پر مخالفو وسله والو یې تورلګولی چې د اګست په یویشتمه نیټه د کیمیاوي وسلو د دې حملې شاته لاس لري او په دې ډول هڅه کوي چې هلته په کورنۍ جګړه کې د غربي هیوادونو د مداخلې لاره هواره کړي.

د ملګرو ملتونو څارونکو چې د حملې ځاي ته ورغلي وو، د عیني شاهدانو سره غږیدلی او نمونې يې ورسره اخیستې دي. دوي اوس د پيښې د څرنګوالي او جزیاتود څرګندولو لپاره د شواهدو په څيړنه بوخت دي.

جمهور رییس بارک اوباما پرون وویل چې د سوریې د رژیم پر ضد پوځي اقدام ضروري دی څو دا پيغام ورسوي چې کیمیاوي وسلې منع دي او د داسې وسلو څخه کاراخیستل نه شي زغمل کیدلای:

"دا د بشریت پر وقار حمله ده. دا زموږ ملي امنیت ته هم جدي خطر څرګندوي. دا د کیمیاوي وسلو پر استعمال نړیوال بندیز مسخره کوي. دا د اسراییل، ترکیې، عراق، لبنان او اردن په ګډون زموږ هغه ملګري او متحدان چې د سوریې پر پولو پراته دي د خطر سره مخامخ کوي.

دا د دې ګواښ پیدا کوي چې د کیمیاوي وسلو استعمال زیات شي او یا د هغو تروریستانو لاس ته ورشي چې زموږ خلکو ته ضرر رسوي. د ډيرو خطرونو په نړۍ کې باید د دې تهدید مخنیوی وشي."


جمهور ریس بارک اوباما زیاته کړه چې د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر ډاډ ورکړي چې هر وخت د پوځي اقدام پيل ته تیار دي.

ولسمشر اوباما د دې هیواد د پوځي چارواکو په حواله همدا راز وویل چې د امریکا دا پوځي ماموریت به دوخت له پلوه حساس نه وی او هر وخت پيل کیدلای شي.

دا پداسې حالکې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر متحدو ایالاتو غږ و کړی چې ملګرو ملتونو ته داسې اسناد وړاندې کړي چې د بشار الاسد د رژیم لخوا د کیمیاوي وسلو د استفادې ادعاوې ثابتې کړي.

ولادیمیر پوتین پرون وویل، ولسمشر اوباما چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې دی باید پر سوریه د پوځي حملې پر ممکنو ملکي قربانیانو فکر وکړي.
پوتین وویل د امریکا له لوري یو اړخیزه حمله به شدت خواشینکونکې وي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG