د افغانستان پر پوله پرتې د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان په مير علي کې دولتي چارواکي وایي، چې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید لږ تر لږه ٤ سخت دریځي وسله وال وژل شوي.
د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغو الوتکو د شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان د مير علي په موساکي نومي سيمه کې د شکمنو سخت دریځو وسله والو پر یوه مرکز دوه پرله پسې توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې ٤ سخت دریځه وسله وال ووژل شول.
د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ويل شوي، خو اټکل کېږي چې ځايي سخت دريځه وسله والو دي.
په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکې بريد په داسې وخت کې شوى، چې د شنبې په ورځ په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز ددغه هېواد ولسي جرګې ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې د پاکستان نوى صدراعظم نواز شريف به د امريکا متحده ايالاتو ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له جګپوړو چارواکيو سره د بې پيلوټۀ الوتکو د بريدونو په اړه پرېکنده خبرې وکړې.
د هغه په وينا د پاکستان نوى ټاکل شوى حکومت له امريکا سره د يوه سيال هېواد په کچه اړيکي غواړي او ددې ډول اړيکيو د رامنځته کولو لپاره بايد امريکا د پاکستان د ځمکني بشپړتيا درناوى وکړي.
د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه دا مهال د القاعدې شبکې غړي، پاکستاني طالبان او د حقاني شبکې ګڼ وسله وال ځاى پر ځاى دي، چې وخت ناوخته په افغانستان کې ترهګريز بريدونه ترسره کوي.
افغان دولت ادعا کوي، چې ددغو وسله والو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI لاس دى.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال د اګست په مياشت کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي وو، چې پر دغه هېواد به د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف او نورو جګپوړو چارواکيو پر شمالي وزيرستان د امريکا د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو تازه بريد غندلى دى.
ذبيح الله شفق، پېښور