د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۹

کري: سوریه د بشري ضد جنایت له امله باید بې سزا پاتې نه شي


د امریکا د بهرینو چارو وزیر ډیر داسې دلایل وړاندې کړي چې؛ سوريه د کیمیاوي وسلو په استعمال تورنوي.

جان کري د جمعې په ورځ وویل، پکار دی سوریه د بشري ضد جنایت له امله بې سزا ورکولو پریښنول شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د پلټنې ډلې په دمشق کې خپلې څیړنې پای ته رسولي او ټاکل شوې ده چې؛ نن له سوريي څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، استخبارات دا تاییدوي چې؛ د دمشق له خوا ویشل شويو توغندیو کې له کیمیاوي غاز څخه کار اخیستل شوی وو.

جان کري د جمعې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، دا ډول توغندي یواځې د سوريي د رژیم په واک کې دي.

د هغه په وینا، په دمشق کې یې له یوولس بېلابېلو ځایونه څخه د مسمومیت داسې نښې راټولې کړي چې؛ خلک د حملو په ترڅ کې د همدي کیمیاوي مواد له امله ورسره مخامخ شوي وو:

((موږ په دې پوهیږو چې؛ دا توغندي له کومه ځایه او کله ویشتل شوي وو. موږ په دې پوهیږو چې په کوم ځای او څه وخت لګیدلي دي.

موږ په دې پوهیږو چې دا توغندي یواځې د رژیم له تر کنترول لاندې سیمو څخه ویشتل شوي او په هغو سیمو کې چې د مخالفینو تر ولکې لاندې دي او یا په کې شخړي دي لګیدلي دي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا شان وویل چې؛ د بشارالاسد رژیم په منځني ختیځ کې تر ټولو ډیرې کیمیاوي وسلې لري.

هغه زیاته کړه، متحد ایالات اوس په دې پوهیږي چې؛ لږ تر لږه یو زر او څلور سوه نهه ویشت تنه چې څلورسوه شپږ ویشت یي ماشومان وو د همدې کیمیاوي وسلو د استعمال له امله د سوريي په پایتخت کې وژل شوي دي.

جان کري دا هم وویل چې؛ د متحد ایالاتو تحقیقاتي ډلې دا تایید کړې ده چې؛ په سوريه کې کیمیاوي وسله استعمال شوې ده خو دایی نه دي ویلي چې د چا او کومې ډلې په واسطه.

په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند مارتین نیسرکې د جمعي په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ددي سازمان تحقیقاتي ډلې په دمشق کې خپل کار بشپړ کړی او د شنبي په ورځ به له سوريي څخه وځي:

((اوس دې ډلې د اګست د یوویشتمي د پیښې په اړه د نمونو او شواهدو د راټولو کار تکمیل کړی دی.

هغوي راټول شوي معلومات او شواهد راټول کړي او له سوريي څخه به سبا ته ووځي.))

په دې ترڅ کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ رسموسن وايي،
لویدیځ ایتلاف به پر دمشق د کیمیاوي وسلې د استعمال له امله په هیڅ یوې تنبهي حملې کې برخه وانخلي.

خو هغه په دنمارک کې د جمعي په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل چې؛ دا چې ویل کیږي کیماوی وسله استعمال شوي دا یو نړیوال عکس العمل ته اړیتا لری څو دا په راتلونکې کی بیا ونشي.

د متحد ایالاتو دفاع وزیر چک هیګل وایی واشنګتن به د خپل نژدې ملګري بریتانیا پرځاي د سوريي پر خلاف په ګډه د کوم عمل د تر سره کولو لپاره د یوه نړیوال ایتلاف په لټه کې شي.

بله خوا په سوريي کې د پوځي مداخلي په اړه د بریتانیا د پارلمان مخالفت د روسیي ملاتړ خپل کړي وو.

د روسيې د ولسشمر ولایمیر پوتین د بهرنیو پالیسیو سلاکار یوری یوشکوف Yuri Ushakov, د جمعې په ورځ وویل د بریتانیا پارلمان پریکړه په اورپا کې د اکثریت د نظر څرګندوي کوي.

په عین حال کې فرانسه وايي سره د بریتانیا له فیصلې دا هیواد لا هم په سوريي کې د پوځي عمل ملاتړ کوي خو ایتالیا بیا وایی په سوريي کې بی له د ملګرو ملتونو له پریکړې پکار نه دی چې هیڅ ډول حمله وشي.
XS
SM
MD
LG