ټاکل شوې ده چې؛ د بریتانیا پارلمان نن پر هغې مسودې بحث وکړي، چې په کې پر سوریې د برید غوښتنه شوې ده.
پر دغې مسودې پرون د بریتانیا، چین، فرانسې، متحد ایالتونو او روسیې استازو موافقه ونه کړه او امریکا وویل، د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د روسیې مخالفت د داسې پریکړه لیک د تصویبیدو مخه نیولې ده.
د تیرې چهارشنبې په ورځ دمشق ته نژدې له ادعا سره سم کیمیاوي وسلې استعمال شوې دي چې ویل کیږي دیارلس سوه کسان یې وژلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولادیمیر تیتوف وویل، تر څو چې د ملګرو ملتو څیړونکي د دې کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خپل تحقیقات بشپړوي، باید صبر وکړو.
د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون څرګنده کړې ده چې دا تحقیقات درې ورځې نور وخت هم نیسي. خو په واشنګتن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ماریا هارف خبریالانو ته وویل، که د دې وسلو د استعمال امر بشارالاسد مستقیما ورکړی وي یا نه وي ورکړی، دی مسوول دی، ځکه چې د یوه پوځ مشر د هر هغه پوځي برید مسوولیت لري چې د ده پوځیانو ترسره کړی وي.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسمون په بروکسل کې د ناټو د استازیو غونډې ته پرون وویل، چې شواهد داسې ښکارې چې د بشار الاسد رژیم دغه وسلې کارولې دي:
«له ګڼو سرچینو له ترلاسه کړیو اطلاعاتو داسې ښکارې چې د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال مسوول دی.
دا له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د دغې وسلې هر راز استعمال د منلو نه دی او بې ځوابه به پاتې نه شي. له مسوولو سره باید حساب کتاب وشي»
د سوریې ملاتړي هیوادونه لکه ایران اندیښمن دي چې لویدیځ هیوادونه پر سوریې برید ونه کړي.
ترکیه چې یو وخت یې د بشارالاسد له رژیم سره نژدې اړیکي لرلې او اوس ورسره مخالفه ده، وایي، حالات نازک دی او هره څه ممکن دي چې پیښ شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اغلو وویل:
«موږ اوس د خبرداري په حالت کې یوو. ټولې موسسې پر خپلو احتمالي اقداماتو غور کوي.
په داسې سختو حالتونو کې پر ټولو امکاناتو او سناریوګانو بحث کیږي. عادتا، هیڅوک هم په دې کې شک نه ویني، چې د ترکیې وسله وال ځواکونه به خپل وظیفه چې حکومت یې ورکوي او پارلمان یې تاییدوي، په بریالیتوب ترسره کړي»
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر تيلفون د سوریې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دې ستونزې ته دې سیاسي حل لاره پیدا شي.