د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

نورستانی: په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډیر مهم دی


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر ډاکټر یوسف نورستانی
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر ډاکټر یوسف نورستانی
د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډیر مهم دی او د دوی د پراخ ګډون لپاره باید له هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي.

د دې کمیسون مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو له ګډون نه د ملاتړ په هدف یې له آسیا فونډیشن او د بریتانیې له نړیوالې پراختیایي ادارې سره په ګډه د یوه پروګرام عملي کول په پام کې نیولي.

دوی وایي چې، په انتخاباتو کې د ښځو له ګډون نه د کورنیو او بهرنیو ادارو ملاتړ کولی شي؛ د راتلونکو انتخاباتو د ښه مشروعیت لپاره مرسته وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر ډاکټر یوسف نورستاني په انتخاباتو کې د ښځو په پراخ ګډون ټینګار وکړ.

"د رایې ورکولو د فرهنګ دودولو په هکله د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له تیاریو سره سم په انتخاباتو کې د ښځو له ګډون نه چې ورځ تر بلې ډيریږي؛ د ملي او نړیوالې ادارو مرسته به د راتلونکو انتخاباتو د بریالیتوب په برخه کې مرسته وکړي.

د خپل هېواد له ټولو میرمنو غواړم څو خپل ملي او تاریخي رسالت درک کړي او د خپلې رایې په کارولو سره خپله راتلونکې تظمین کړي."


آسیا فونډیشن، د بریتانیې نړیواله پراختيایي اداره او د انتخاباتو خپلواک کمیسون به په همدې هدف یوه درې کلنه پروژه پلی کړي.

ډاکټر نورستاني وایي چې، دغه پروګرام ښځو ته د راتلونکو انتخاباتو د اهمیت په برخه کې معلومات ورکوي.

دوی همدا راز وایي چې؛ د دې پروګرام یو هدف د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې د ښځو پراخ ګډون دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون همدا راز له امنیتي ارګانونو غواړي؛ څو د انتخاباتو پر مهال د ښځینه انتخاباتي حوزو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د ښځو د زده کړې د کچې ټیټوالې، په هغوی باندې فرهنګي او ټولنیز محدودیتونه، امنیتي ستونزې او پرځان باور نه درلودل په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په برخه کې لویې ستونزې دي.

په ورته وخت کې د آسیا فونډیشن مسوولین وایي چې؛ غواړي د ښځو لپاره د دې درې کلنې پروژې له لارې د ښځینه کاندیدانو د پوهې سطح لوړه کړي.

د دې ادارې مشر "مارک سیزن" د دې پروژې اهداف داسې بیان کړل.

"د دې پروژې هدف دا دی، څو ثابته کړي چې؛ ښځې هم کولی شي، په انتخاباتو کې برخه واخلي او دا ښيي چې، ښځې هم له نارینه وو سره همغږې دي.

تر دوه زره څوارلسم او پنځلسم میلادي کاله به د ښځینه کاندیدانو شمېره هم ډیره شي."


د راتلونکو انتخاباتو په هکله د ښځو د پوهې او ظرفیتونو د سطحې لوړوالي دغه پروګرام په داسې حال کې پیلیږي چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته اته میاشتې وخت پاتې دي.

یو شمېر کتونکي وایي، که امنیتي ارګانونه د هیواد د امنیت ټينګښت ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو ښایي په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو او نارینه وو ګډون کم رنګه وي.

یوه بله ستونزه چې، تل یې کتونکي او د مدني ټولنې غړي په هکله اندیښنه څرګندوي په یو شمېر سیمو کې د ځینو پخوانیو غیرمسووله قوماندانانو نفوذ دی چې؛ خلک مجبوروي، څو د هغوی د خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

خو چارواکي بیا په هیواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو په هکله ډاډ څرګندوي او وایي چې، هیچاته به په انتخاباتو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG