د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

عبدالله: نوی انتخاباتي اتحاد به خپل موجودیت اعلان کړي




راپور: اسدالله "لودین"


د افغان حکومت یو شمېر سیاسي مخالفین وایي چې؛ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د یوه انتخاباتي ایتلاف موجودیت اعلان کړي چې اکثره سیاسي ډلې به یې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

همدې هدف ته د رسیدو لپاره تیره شپه په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو غونډه جوړه شوې وه چې؛ ځینو حکومت پلوه سیاسي څیرو هم په کې برخه اخیستې وه.

له دې یوه شپه وړاندې هم ورته غونډه په کابل کې د جنبش د ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې جوړه شوې وه.

د افغان حکومت سیاسي مخالفین وایي چې؛ د دې انتخاباتي ایتلاف د جوړیدو هدف د یوه واحد کاندید په اړه پریکړه او د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کول دي.

د ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي چې؛ دا نوی انتخاباتي اتحاد به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ خپل موجودیت اعلان کړي او هڅه به وکړي چې د هېواد اکثره سیاسي ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.

ښاغلي عبدالله تیره شپه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د دې ایتلاف په جوړیدو سره به دوي د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوه واحد کاندید او د هغه د مرستیالانو په اړه پریکړې ته ورسیږي:

"د مشروع سیاسي قدرت د انتقال لپاره له شفافو انتخاباتو پرته بله لاره نشته، همدا لامل دی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو لوی ایتلاف هم جوړیږي، تاسو به تر دوو راتلونکو ورځو پورې ددې اتلاف د مجلس شاهدان یی، په دې کې به د کاندید، مرستیالانو ، نورو اړوندو مسایلو او ددې ایتلاف په پراختیا خبرې کیږي."

دغه غونډه د ولسي جرګې د غړي محمد محقق په کور کې جوړه شوې وه چې د بلخ والي عطا محمد نور، د جنبش د ګوند ویاند فیض الله ذکي، زلمي خلیزاد، علي احمد جلالي او قیوم کرزي هم په کې برخه اخیستې وه.

له دې یوه شپه وړاندې ورته غونډه په کابل کې د جنبش ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې جوړه شوې وه چې هدف یې د همدې انتخاباتي ایتلاف د جوړیدو په اړه سلامشوره وه.

د وحدت ګوند مشر او د ولسي جرګې غړی محمد محقق وویل چې دوی په دې ایتلاف کې حکومت پلوه سیاسي څیرو ته هم د ګډون بلنه ورکړې.

خو ښاغلي محقق وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې حکومت پلوه سیاسي څیرې به له دوی سره توافق ته ورسیږی او که نه؟

"هغه ټیم چې دلته راغلی وو په هغو کې زلمی خلیلزاد، علی احمد جلالي او قیوم کرزی شامل وو، دوی هم یو دوه استازي ټاکي او خبرې کیږي، که چیرې موافقه وشوه دوی هم په دې ایتلاف کې شاملیږي او که نه دوی وایي چې دیموکراسي ده، انتخابات آزاد دي هرڅوک او هره ډله کولای شي د انتخاباتو لپاره خپل کاندید معرفي کړي."

په غونډه کې د جمعیت ګوند یوه برجسته غړي او د بلخ والي عطا محمد نور وویل چې له نورو سیاسي ډلو سره به د دوی خبرې دوام ولري او هڅه به وکړي چې له هغوی سره موافقې ته ورسیږي.

دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر حامد کرزي پلویان د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو په انتخاباتي غونډو کې ګډون کوي.

د دوی له خوا دغه ګډې هڅې په داسې حال کې پيل شوي چې ولسمشر حامد کرزي دانتخاباتو لپاره د ملي اجماع د جوړیدو خبره کړې وه.

کارپوهان هم دغه هڅې د ملي اجماع لپاره یوه وسیله بولي، خو وایي، امکان نه لري چې حکومت پلوه سیاسي ډلې دې د حکومت له سیاسي مخالفینو سره په یوه کاندید پریکړې ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG