د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

م.م په دمشق کې د خپلو تحقیقاتو دوهمه ورځ پيل کړه

د ملګرو ملتونو څارونکو نن دمشق ته نږدې، د کیمیاوي وسلو څخه د کار اخیستل کیدو د ادعاو په اړه د خپلو تحقیقاتو دوهمه ورځ پيل کړه .

دوی پرون سره له دې چې؛ پر موټر یې د ناڅرګندو کسانو له خوا ډزې وشوې، د پيښې ځای ته ولاړل او د ملګرو ملتونو د سازمان یوه ویاند وویل چې؛ مهم شواهد یې را غونډ کړي دي.

د دې سازمان عمومي منشي بان کي مون پرون د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې وویل، د دوی څارونکي د ډیرو خطرناکو شرایطو سره مخامخ وو، خو خپل کار یې سر ته ورساوه:

(هغوي دوو روغتونونو ته ورغلل، د عیني شاهدانو سره یې مرکې وکړې ، د حملې د قربانیانو او ډاکټرانو سره یې خبرې وکړې. هغوی ځینی نښې هم را ټولې کړې دي. )

د امریکا متحد ایالات وايی، د هغو کسانو سره باید حساب – کتاب وشي چې په سوریه کې یې د کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی .

بهرنیوچارو وزیر جان کري پرون په واشنګټن کې د بشارالاسد پر رژیم تور ولګاوه چې د زهرجن ګاز د استعمال په اړه موجود شواهد یې له منځه وړي دي:
(هغه څه چې موږ تیره اونۍ په سوریه کې ولیدل د نړۍ حواسو ته یې ټګان وکړ .

دې کار د اخلاقو هر اصل مات کړ او اجازه راکړی واضح ووایم چې په کیمیاوی وسلو د ملکي وګړو داسې قتل عام، د ښځو، ماشومانو او بې ګناه وګړو وژل اخلاقي وقاحت دی.)

جان کري زیاته کړه چې؛ ولسمشر اوباما د خپلو متحدان او د کانګرس د غړو سره مشوره کوي څو په سوریه کې د اګست د یویشتمې پيښې ته اګاهانه ځواب غوره کړي:

(تاسې په دې کې اشتباه مه کوی . ولسمشر اوباما باور لري چې باید د هغو کسانو سره حساب وشي چې د نړۍ د ډیرو بې وزلو خلکو پر ضد یې د نړۍ پرمخ د یوې ډیرې وحشیانه وسلې څخه کار اخیستی دی.)

پرون د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف امریکا ته خبرداری ورکړ چې د سوریې د رژیم پر ضد د پوځي عملیاتو پریکړه به خطرناک عواقب ولري او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک څخه پرته هره فیصله پر نړیوالو قوانینو تیری دی.

مسکو چې د بشارالاسد د رژیم عمده متحد او د وسلو ستر تمویلونکی دی، وايي چې د اګست په یویشتمه دمشق ته نږدې د کیمیاوي وسلو د حملې شاته د رژیم د مخالفو وسله والو لاس دی.

د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر ویلي چې ښايي د امنیت شورا دواړه غړي روسیه او چین په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د پوځي عملیاتو مخالف راییه ورکړي.

خو د بریتانیې صدراعظم ویلیم هاګ پرون وویل چې د امنیت شورا د تایید څخه پرته هم په سوریه کې د پوځي عملیاتو د پيل امکان شته .

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د سوریې د حالاتو په اړه د مذاکرو او مشورو هغه غونډه هم لغوه کړه چې د چهارشنبې په ورځ په هاګ کې د امریکايي او روسي دپلوماتانو ترمنځ پلان شوې وه .

په عین حالکې د سوریې ولسمشر بشار الاسد یوې روسۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې د ده د رژیم پر ضد پوځي عملیات به ناکام شي.

بشار الاسد ویلی چې دمشق ته نږدې د کیمیاوي وسلو د حملې تورونه سیاسي اړخ لري.

د بې سرحده ډاکټرانو په نوم د بشري مرستو یوې نړیوالې ادارې ویلي چې تر دمشق ته نږدې د کیمیاوي وسلې په حمله کې تر ۳۰۰ تنه زیات کسان وژل شوي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG