د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۳

د م.م متخصصینو په سوریه کې خپلې څیړنې کړي

د ملګرو ملتونو متخصصانو په سوریه کې هغه سیمه لیدلې او د یو شمېر قربانیانو سره یې خبرې کړي دي چې؛ ویل کیږي تیره اونۍ په کې زهرجن کیمیاوي ګاز د برید په توګه کارول شوی دی.

د راپورونو له مخې دوي د یو شمېر خلکو سره خبرې کړي دي او د ویني نمونې یې اخیستې دي.

د پېښې ځای ته تر رسیدو مخکې د همدې څیړونکو یو موټرد مشق پر یو سړک د پرلپسې ډزو لاندې راغی او له منځه ولاړ.

د ملګرو ملتونو څیړونکو بالاخره د دمشق په یوه سړک د کیمیاوي وسلې د کارولو د احتمال په اړه څیړنې ترسره کړې.

د هغو څلورو سیمو څخه یوه چې ویل کیږي کیمیاوي زهرجن ګاز په کې ډیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده د دمشق د ښار محدمیه واټ دی.

د ملګرو ملتونو څیړونکو په همدې واټ کې له خلکو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې دي او د قربانیانو د وینې نمونې یې اخیستي دې.

تر دې مخکې د دمشق په ښار کې د ملګرو ملتونو د څیړنکو پر یو موټر ډزې وشوې چې په کې موټر ویجاړ شو خو سپرلیو ته یې زیان نه دی اوښتی.

سره له دې چې؛ د دې څیړونکو یو موټر ویجاړ شو، خو دوي د ملګرو ملتونو دفتر ته له ستنیدو وروسته د یو بل موټر په وسیله سیمې ته ورغلل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دې سازمان د څیړونکو پر موټر د ډزو په اړه اندېښنه ښودلې ده خو ویلي یې دي چې د ډیر زیات خطر سربیره هم څیړونکې ټیم خپلې څیړنې ترسره کړي دي:

"هغوي دوه روغتونونه کتلې دي او د عیني شاهدانو، له برید څخه د ژوندي پاتې شوې کسانو او ډاکترانو سره یې خبرې کړي دي.

دوي ځینې نمونې راټولې کړې، هغوي اوس بیرته دمشق ته ستنیږي او زه باید یو څه زیات منتظر شم څو د څیړونکې ډلې د مشر ډاکتر سیلستروم نظر واخلم."


بل خوا د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوشنبې په ورځ وویل، ولسمشر بارک اوباما غواړي هغه کسانو سره حساب وشي چې تیره اونۍ یې په سوریه کې کیماوي وسله کارولې ده. جان کیري سوریې ته خپل پیغام داسې پیل کړ:

"هیڅ تیروتنه مه کوئ، ولسمشر بارک اوباما په دې باور دی، له هغو کسانو سره چې د نړۍ تر ټولو بده وسله یې د نړۍ د ډیرو زیانمنو شویو خلکو خلاف کارولې ده باید حساب وشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې هیواد یې د ویډیو په شمول اضافي شواهد لري چې ښيي په سوریه کې له کیماوي وسلې کار اخیستل شوی دی.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو چې د ولسمشر بارک اوباما اداره د سوریې د رژیم خلاف پر یو لړ اقداماتو غور کوي.

د تیرې چارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې د سوریې امنیتي ځواکونو د دمشق په ښار کې له ذهرجن ګاز او کیماوي وسلې کاراخیستی چې په نتیجه کې یې له درې سوو زیات کسان وژل شوې دي.

د سوریې حکومت دا ټول راپورونه رد کړي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG