د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منده ده چې؛ پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي سفر به چې د دې شورا ریس برهان الدین رباني هم ورسره دی مثبتې نتیجې ولري.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادي راډیو ته وویل چې؛ په پاکستان کې د نوي حکومت رامنځ ته کیدو او د وخت حساسیت ته په کتو دوي ډاډه دي چې؛ پاکستان به له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.
زموږ همکار اسدالله لودین له ښاغلي شاهد سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې، د سولې عالي شورا ریس دا ځل له کومې اجنډا سره پاکستان ته تللی او دوی د پاکستان همکارۍ ته څومره هیله من دي؟