د مصر د پخواني ولسمشر حسنی مبارک او د اخوان المسلمین د ډلې د یو لوړ رتبه مشر محمد بدیع د محاکمې غونډې پرون (یک شنبه) وځنډول شوې.
حسني مبارک، محمد بدیع او د اخوان المسلمین د ډلې یو شمېر نور غړي چې پرون یې باید محاکمه پیل شوې وای په دوه زره یولسم او دیارلسم (میلادي) کلونو کې د مظاهره چیانو په وژل کیدو او تشدد کې په لاس درلودو تورن دي.
ټاکل شوې وه چې؛ حسني مبارک په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې د ولسي پاڅون پر مهال د لږترلږه اته سوه مظاهره کونکو د قتل په مخنیوي کې د پاتي راتلو په خاطر محاکمه شي.
خو د هغه محاکمه پرون (یک شنبه) د سپټمبر تر څوارلسمې وځنډول شوه .
مبارک د پنجشنبې په ورځ د اداري فساد د تورونو په ارتباط هم په مشروط ډول خوشي شو.
په عین حالکې رپوټونه وايي چې د اخوان المسلمین د یوه مشر محمد بدیع او د هغه د مرستیالانو محاکمه د امنیتي دلایلو په خاطر د اکټوبر تر نهه ویشتمې ځنډول شوې ده .
د دوي د محاکمې غونډه باید د یک شنبې په ورځ پيل شوې واې.
خو د قاهرې د پولیسو چارواکو د هویت د پټ پاتې کیدو په شرط مطبوعاتو ته ویلي ، دوی ویره درلوده چې د محکمې خونې ته د محمد بدیع او د هغه د ملګرو د لیږدولو پر وخت، ښايي مظاهره کونکي حمله وکړي نو ځکه یې د محاکمې جریان وځنډول شو .
داسې ادعا کیږي چې د پوځ لخوا د محمد مرسي تر لرې کیدو مخکې ، محمد بدیع او د اخوان المسلمین یو شمیر نورو مشرانو د اسلامپالو ډلو د مخالفو مظاهره چیانو پر ضد په مرګونو حملو او تشدد کې لاس درلود .
خو د محمد بدیع مدافع وکیل عاطف جلال پرون په قاهره کې خبریالانو ته وویل ، دا محاکمه سیاسي اړخ لري او د محکمې پریکړې مخکې له مخکې ټاکل شوې دي:
(ما مخکې هم ویلي چې دا محاکمه سیاسي ده او په هیڅ ډول جنايي اړخ نه لري. که د محاکمې پروسې ته وګورو د پيښې په ارتباط ټول اسناد او شواهد کمزوري شوي او یو مخ له منځه تللي دي.
تور لګول شوی چې د اخوان المسلمین مشرانو او ملاتړ کونکویې د خلکو وینه بهولې ده او نن دا دوسیه د امنیتي مسایلو په خاطر د اکټوبر تر ۲۹ وځنډیده. تورنو کسان په دې غونډه کې برخه نه درلوده نو دا پدې معنی ده چې پریکړه مخکې له مخکې شوې وه او نن یوازې اعلان شوه .)
په مصر کې د پوځ لخوا د محمد مرسي له واکه لرې کیدو ناکرارۍ زیاتې کړې دي .
داسې ګڼل کیږي چې د مرسي د پلویانو د اعتراضي لاریونو د مخنیوي او ځپلو لپاره په نښتو کې څه باندې زر تنه وژل شوي چې سل یې پولیس او عسکر دي.
په عین حال کې اخوان المسلمین ادعا کوي چې د تلفاتو شمیر تر دې لوړ دی.
د مصر امنیتی ځواکونه وايي، په وروستیو څو ورځو کې یې د اخوان المسلمین د ډلې څه نا څه دوه زره غړي نیولي دي.