د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۵

"امریکا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو په طرح کار کوي"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو او د موقت حکومت په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ امریکا او ځينې ګاونډي په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو په طرح کار کوي.

یادې ورځپانې د حزب اسلامي د یوه غړي قطب الدین هلال له خولې لیکلي؛ که په دغه طرحه هوکړه وشي؛ ممکن د سولې خبرې د موقتې ادارې له لورې پرمخ یوړل شي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي؛ د عبوري حکومت طرح هم په ډېرو مهمو سیاسي غونډو کې تر بحثونو لاندې ده او بهرنیان هم همدغه د خپلو هدفونو لپاره تر ټولو غوره لاربولي.

ملي باور:

ملي باور په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ انتخابات حتمي دي او موقته اداره دې جوړه شي، ورځپاڼې پوښتنه کړې له افغانانو سره وېره څه ده؟

د مطلب د لیکوال په باور فډرالي نظام د رامنځ ته کېدو لپاره له تېرې څه مودې راهیسې منډې ترړې روانې دي.

د لیکوال په باور، افغان ولس کرکه لري چې؛ ګواکې فډرالي نظام به هېواد د تجزیې خواته بوځي او دغه شونتیاوې تر ډېره د منلو وړ ده.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، که څه هم حکومت هر وخت اعلان کړی چې؛ له کوم ځانګړي کاندید څخه به ملاتړ نه کړي.

خو ورځپاڼه لیکي، حکومت غواړي د یوه ټیم په رامنځ ته کولو سره له یوه مشخص کاندید نه ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې په دې کاندایدانو کې عبدالرب رسول سیاف،عمر داوودزي، اشرف غني احمدزي، زلمي رسول او قیوم کرزي نومونه یاد کړي دي.

سرنوشت:

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي راتلونکي انتخابات او زموږ مسوولیت.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې نږدې ټول افغانان له اوسني حالت څخه ناراضه دي او غواړي چې، دا حالت بدل شي، د بدلون لپاره قانوني او کارنده لارې چارې باید ورکارول شي.

په سرمقاله کې وړاندیز شوی، چې که وغواړئ چې سیاسي واک مو پاکو کسانوته وسپارل شي، اقتصادي او امنیتي حالت مو بدلون ومومي؛ نو کارتونه واخلئ او په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړئ.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي؛ له امنیتي ستونزو سره سره خلک باید قرباني ورکړي او وروستۍ هڅه وکړي چې؛ د رایې ورکوونې کارت واخلي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي په انتخاباتو کې ګټوره همکارۍ له امنیتي ارګانونو سره مرسته کول دي.

د لیکوال په باور وخت او شرایط ایجابوي چې؛ افغانان په کور اوکلي کې وسله والو مخالفانوته ځای ورنه کړي؛ ترڅو راتلونکو انتخاباتو ته زمنیه برابره شي او پاک شفاف انتخابات ولرو.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي په انتخاباتو کې ګډون د هر افغان دیني؛ ملي او ځنډ نه منونکې دنده ده، د دې دندې د ترسره کولو لپاره هر افغان باید خپل رسالت تر سره کړي، هر افغان د هغوی کورنۍ، دوستان او کلیوال باید اړکړي؛ چې د انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي او کارتونه واخلي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG