د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۵

اوباما: په سوريې کې د کیمیاوي وسلو احتمالي استعمال د اندیښې وړ ده


د امریکا ولسمشر په سوريې کې د کیماوي وسلو احتمالي استعمال ډیره د اندیښې وړ مسله بللې ده.

د امریکا ولسمشر له "سي ان ان" تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه؛ د سوريې له حکومته غوښتي چې؛ سمدستي دې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته اجازه ورکړي چې؛ په دې اړه څیړنه وکړي.

"موږ داسې نښې ولیدې، دا حالت په څرګنده توګه د اندیښنې وړ دی. موږ اوسمهال د نړیوالې ټولنې له ټولو غړو سره اړیکه نیولي. موږ به د ملګرو ملتونو له لارې مخته ولاړ شو او هڅه کوو، څو د هغوی له لوري سمدستي اقدام وشي.

موږ د سوريې له حکومته غوښتي؛ څو اوسنۍ تحقیقاتي ډلې ته اجازه ورکړي، ځکه دا اوس د ملګرو ملتونو پلټونکي هلته حاضر دي."


ولسشمر اباما همدا شان وویل؛ که چېرته په سوريې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه دا تورونه ثابت شي؛ نو د امریکا ځانګړې پاملرنه ورته ضروري ده.

د امریکا تر څنګ بریتانیا هم په دې اند ده چې؛ د بشارالاسد د رژیم ځواکونه دمشق ته نږدې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د استعمال مسوول دي.

په دې اړه د چارشنبې په ورځ د سوريې د حکومت د مخالفینو له خوا راپور خپور شوی و چې؛ د دمشق د ښار په یوه واټ کې د کیمیاوي وسلې د استعمال له امله سلګونه تنه مړه شوي دي.

د سوريې د رژیم مخالفینو د تلفاتو شمېر له ۵۰۰ تر دیارلس سوو پورې اټکل کړی دی. خو د سوريې حکومت د کیمیاوي وسلې د استعمال دا تورونه چور رد کړي دي.

په عین حال کې روسیه چې د بشارالاسد له متحدانو څخه ده؛ د سوريې مخالفین تورنوي چې؛ د دې احتمالي حملې په اړه د تحقیقاتو مخه نیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سوريې پر رژیم د فشار د رواستلو پر غوښتي هم نیوکې کړې دي.

مسکو د جمعي په ورځ وویل، د سوريې له حکومته یې غوښتې چې؛ د ملګرو ملتونو د کیمیاوي موادو له متخصیننو سره د تحقیقاتو په برخه کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG