د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۹

م.م په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارونې احتمال څېړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سوريې له حکومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د وسلو متخصصانو ته چې په دمشق کې دي- اجازه ورکړي، څو د کيمياوي وسلو د وروستي بريد ادعاوې وڅېړي.

د سوريې د دولت مخالفان وايي د چهارشنبې په ورځ د کيمياوي وسلو په بريد کې له ٥٠٠ تر زرو پورې کسان وژل شوي دي.

د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو د کارونې ادعاوې نه مني.

د ملګرو ملتونو يوه وياند پرون وويل چې بانکي مون د سوريې له حکومت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته اجازه ورکړي، څو هغه ساحه وګوري چې ادعا کېږي د کيمياوي وسلو حمله په کې شوې ده.

ملګرو ملتونو دغه راز د دې ادارې د بېوسلې کولو د چارو عالي استازې مېرمن انجيلا کېن ته سپارښتنه وکړه، چې دمشق ته سفر وکړي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي پرون په واشنګټن کې وويل د امريکا حکومت له هرې ممکنه لارې هڅه کوي په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارونې په اړه حقايق ځان ته معلوم کړي:

”دا مهال موږ نه شو کولاى د کيمياوي وسلو د کارولو په اړه په قطعي ډول حکم وکړو. له کله چې وړمه ورځ دغه پېښې وشوې موږ د ورځې پر هره دقيقه باندې تمرکز کړى، موږ تر خپله وسه له هرې ممکنه لارې هڅه کوو حقايق ځان ته معلوم کړو“

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د چهارشنبې په ورځ په بېطرفانه او بېړنۍ توګه په سوريه کې د کيمياوي وسلو د بريد په اړه د څېړنې ملاتړ وکړ، خو ويې نه ويل چې دغه کار دې د ملګرو ملتونو د هغو متخصصانو له خوا وشي، چې دا مهال په سوريه کې دي.

د سوريې د ولسمشر اسد مخالفانو ويلي چې دمشق ته نژدې د چهارشنبې په ورځ دغه بريد له پنځوسوو نيولې تر زرو زيات کسان وژلي دي. د سوريې حکومت د کيمياوي وسلې کارول رد کړي دي.

په همدې حال کې اسوشېټېډ پرېس اژانس راپور ورکړى، چې د سوريې دولتي ځواکونو پرون د دمشق په ختيځ کې خپل بريدونه نور هم شديد کړل، د ياغيانو ترکنټرول لاندې سيمې يې بمباري کړې، چې د اپوزيسيون په وينا په دې ځاى کې د رژيم له خوا وړمه ورځ د کيمياوي وسلو په بريد کې شا و خوا زر کسان ووژل شول.

امريکا، بريتانيا او فرانسې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو هغو متخصصانو ته چې دا مهال په سوريه کې دي بايد اجازه ورکړل شي، څو دغه سآحه له نژدې وګوري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG