د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

د حاجي ګک د اوسپنو د کان پروژه به په څو مرحلو کې بشپړه شي


د هند ورځپاڼه، د هندو ليکي، افغانستان موافقه کړې ده چې د حاجي ګک د اوسپنو د کان پروژه په څو مرحلو کې بشپړه شي.

د هندو ورځپاڼه په نوي ډيلي کې د افغانستان د کانونو د وزير وحيد اله شهراني په وينا څرګندوي چې افغان لورې د دغه کان د بشپړې موافقې په اړه له هندي لورې سره خبرې سرته ورسولې.

د افغانستان د کانونو وزير زياته کړه چې د ( سيل) په نوم هندي کمپنۍ افغان لورې ته ډاډ ورکړ چې خپلې ژمنې به پرځاي کړي، خو په څو مرحلو کې به دا کار وکړي.

وروسته تر دې چې د حاجي ګک د کان په برخه کې له هندي لورې سره په دوه زره يولسم کال کې تړون وشو، افغان لورې وويل، پر دې کان به لس اعشاريه اته ميليارډه ډالر پانګونه وشي څو هر کال شپږ اعشاريه يو مليون ټنه اوسپنه ترلاسه شي.

د دې ترڅنګ به د اته سوه ميګاواټو په ظرفيت د بريښنا يوه فابريکه له حاجي ګک سره جوړه شي او يو شمير نور تاسيسات به هم د اوسپنې د استخراج لپاره ودان شي.

د هندو ورځپاڼې په باور وروسته بيا د حاجي ګک د کان په برخه کې پانګه والو دا خبر ورکړ چې هلته به د کال يو اعشاريه پنځه ويشت مليونه ټنه اوسپنه استخراجوي او د يو سل او شل ميګاواټه بريښنا د توليد يوه فابريکه به جوړوي چې پر دې به دوه اعشاريه نهه ميليارډه ډالر مصرف شي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي چې پانګوالو ويلي چې د اوسپنې د استخراج له اندازې سره به سم ورو ورو بيا خپله پانګونه زياتوي او د لس او يولس ميلياډه ډالرو په اندازه به پانګه د افغانستان پر اوسپنې وشي.

د هند يوې بلې ورځپاڼې هندوستان ټايمز بيا د کرکټ مساله رااخيستې ده چې په نړۍ کې پرې هند تر بل هر هيواد ډيره پانګونه کوي، خو د پنجشنبې په ورځ د دغه هيواد تر درويشت کلنو د لږعمره لوبغاړو کرکټ ټيم په سينګاپور کې له افغانستان سره لوبه بايلوده.

هندوستان ټايمز ليکي، هند له افغانستانه په اته ويشت منډو دا لوبه بايلوده او افغانانو هندي لوبغاړې حيرانه کړل، خو د دې وړلو سربيره افغانستان له دې جامه ووت او هند په خپل ګروپ کې د مخکنيو زياتو امتيازونو له کبله پاتې شو.
XS
SM
MD
LG